تركيې په بحرونو كې د نفتو پلټونكې بېړۍ جوړه كړه.

د تركيې د كانونو د پلټنې ادارې اعلان وكړ چې د نړۍ په بحرونو كې د نفتو او ګازو د پلټنې په موخه يې يوه تحقيقاتي بېړۍ جوړه كړې ده.

279368
تركيې په بحرونو كې د نفتو پلټونكې بېړۍ جوړه كړه.

د تركيې د كانونو د پلټنې ادارې اعلان وكړ چې د نړۍ په بحرونو كې د نفتو او ګازو د پلټنې په موخه يې يوه تحقيقاتي بېړۍ جوړه كړې ده. دا بېړۍ چې ۸۶ متره اوږدوالى او ۲۳ متره سور لري د نړۍ په بحرونو كې د نفتو او ګازو د موندلو په موخه په پرمختللې ټېكنالوژۍ سمبال ده.
تركيې پدې وروستيو كلونو كې په بحرونو كې د انرژۍ د زېرمو د موندلو په موخه پراخه پانګه اچوونه كړې ده. پدې چوكاټ كې يې داسې بېړۍ هم جوړه كړه چې د نړۍ په هر ګوډ كې د هر ډول شرايطو لاندې د بحر په تل كې د انرژۍ زېرمې ولټوي.
دا بېړۍ چې د تركي انجينيرانو په زيار جوړه شوې ده په پورتنۍ برخه كې د چورلكې د ناستې لپاره مناسب ځاى هم لري. د بېړۍ ټوله ټېكنالوژي په هېواد كې دننه توليد او نصب شوې ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه