د ناقانونه کډوالو كيښتۍ ډوبه شوه

د تركيې په سوېل كې د موغلا ولايت په ساحلي سيمه كې د ناقانونه كډوالو د كيښتۍ د ډوبېدو په پايله كې ۵ تنه ووژل شول.

267551
د ناقانونه کډوالو كيښتۍ ډوبه شوه

د تركيې په سوېل كې د موغلا ولايت په ساحلي سيمه كې د ناقانونه كډوالو د كيښتۍ د ډوبېدو په پايله كې ۵ تنه ووژل شول.
د تركيې د ساحلي امنيت ځواكونو د ډوبې شوې كيښتۍ نه ۵ تنه ژغورلي دي.
چاوراكو څرګنده كړه چې ژغورل شوي كډوال د سوريې هېوادوال دي چې غوښتل يې له دې لارې د يونان د هېواد د كاس ټاپو ته ځان ورسوي. تر اوسه هم يو شمېر كسان په بحيره كې ترى تم دى.
دا بله پلوه د تركيې په لوديځ كې د كركلر اېلې په ولايت كې ۲۵ تنه ناقانونه كډوال چې غوښتل يې اروپا ته لاړ شي ونيول شول. د نيول شوو كسانو نه ۲۴ تنه يې د سوريې هېوادوال او يو تن يې د ميانمار د هېواد دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه