اردوغان: داعش اسلامي مدنيت له منځه وړي.

ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د داعش ترهګره ډله زموږ كلتوري ريښې او مدنيت له منځه وړي.

249007
اردوغان: داعش اسلامي مدنيت له منځه وړي.

ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د داعش ترهګره ډله زموږ كلتوري ريښې او مدنيت له منځه وړي. اردوغان چې پرون د كلاسيكو اسلامي آثارو د نندارتون د پرانيستلو په مراسمو كې وينا اوروله څرګنده كړه چې `` نن په سوريه او عراق كې د داعش په نامه يوه ترهګره ډله فعاليت كوي. دې ډلې د عراق د موصل په ښار كې هغه كتابتون چې ۸ زره اسلامي آثار خطي آثار په كې ساتل كېدل، وسوځوله. ددې پېښې نه وړاندې، دې ورته پېښه د مالي د هېواد د ټيمبوكټو په ښار كې هم رامنځته شوه. هلته هم په اسلامي مركزونو كې لرغوني آثار ويجاړ شول. ``
ولسمشر اردوغان وويل چې `` د تاريخ په اوږدو كې اسلامي مدنيت څو څو ځله د كلتوري عاموژنې سره مخامخ شوى دى. ددې ټولو ستونزو سره سره اسلامي مدنيت د خپل ټول احتشام سره اوس هم په خپلو پښو ولاړ دى.``
اردوغان د خطاطۍ هنر د اسلامي كلتور يوه په زړه پورې بېلګه وبلله. ولسمشر څرګنده كړه چې خطاطي او مينياتوري، نړۍ ته د اسلامي كلتور له لارې معرفي شوي دې. پخواني اسلامي كتابونه په مينياتورۍ ښكلي شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه