ټي ار ټي د مدیترانې د ۸ هیوادونو د مطبوعاتو د استازو کوربتوب کوي

د مدیترانې د هیوادونو د مطبوعاتو استازي د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون په کوربه توب په انقره کې سره راټول شوي دي.

230971
ټي ار ټي د مدیترانې د ۸ هیوادونو د مطبوعاتو د استازو کوربتوب کوي

د مدیترانې د هیوادونو د مطبوعاتو استازي د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون په کوربه توب په انقره کې سره راټول شوي دي.
د ایټالیا، فرانسې، مراکش او الجزایز په ګډون د مدیترانې د ۸ هیوادونو د مطبوعاتو مشران په انقره کې سره راټول شوي دي.
پدې غونډه کې د مطبوعاتو د زده کړو په سیاستونو خبرې کیږي. د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون مشر شینول ګوکا پدې غونډه کې په خپله وینا کې د مطبوعاتو او تکنالوژۍ په مسلو خبرې وکړې.
ګوکا د تکنالوژۍ پر وړاندې د مخامخو اړیکو په اهیمت د ټينګار سره وویل چې تکنالوژۍ باید د انسان په ذهن حاکمیت ونکړي.
پدې غونډه کې د ګډونوالو د مدیترانې د هیوادونو ترمنځه په همکارۍ او د ملي راډیو تلویزیون په اهمیت ټینګار وکړ. همداشان په غونډه کې د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون سره د همکاریو په اهمیت ټینګار وشو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه