د ترکیې دیني چارو ریس د پاریس په لاریون نیوکه وکړه

184251
د ترکیې دیني چارو ریس د پاریس په لاریون نیوکه وکړه

د ترکیې د دیني چارو عمومي ریس پروفیسور محمد ګورمز په پاریس کې د یووالي په نامه په ترسره شوي لاریون چې د نړۍ شاوخوا ۵۰ هیوادونو مشرانو پکې ګډون کړی وو سخته نیوکه وکړه.
محمد ګورمز وویل پداسې حال چې په اروپا کې د هرو دریو تنو نه یو تن اسلام فوبیا او مسلمانانو سره دښمني لري دا ډول لاریون کومه معنا نلري. نوموړي زیاته کړه په پاریس کې د ۱۲ تنو وژل کیدو له امله د نړۍ د ۵۰ هیوادونو مشرانو په ګډون د میلیونونو تنو انسانانو لخوا لاریون ترسره شو خو په اسلامي جغرافیه کې چې ۱۲ میلیونه انسانان په قتل ورسید چا يي نوم په نومونو کې وانخیست. کله هم چا ترینه یادونه ونکړه.
محمد ګورمز وویل چې د ۱۲ میلیونو په وژل کیدو سترګې پټول او د ۱۲ تنو د وژل کیدو په خاطر د نړۍ په خپو دریدل او د میلیونونو تنو په ګډون لاریون کول یوه ډیره دردناکه خبره ده. دا منظره د عبرت سره تعقیبوو.
د ترکیې د دیني چارو عمومي ریس پروفیسور محمد ګورمز دا څرګندونې د هیواد مفتیانو په ۳۰ مشورتي غونډه کې وکړې .
پدې غونډه کې چې د هیواد د ایدرنې په ولایت کې جوړه شوې وه د یاد شوي ولایت والي دورسون علي شاهین او د تراکیا پوهنتون ریس ینر یورک هم ګډون کړی وو.
پروفیسور محمد ګورمز د تیرې یکشنبې په ورځ فرانسې په پلازمینه پاریس کې په جوړ شوي لاریون چې د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو هم پکې ګډون کړی وو سختې نیوکې وکړې. نوموړي وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د یووالي دا لاریون مو د عبرت سره تعقیب کړ.
محمد ګورمز زیاته کړه په اسلامي جغرافیه کې په تیرو لسو کلونو کې ۱۲ میلیونه تنه انسانان په قتل ورسول شول چا د خولې نه غږ پورته نشو. نن ورځ چې په پاریس کې ۱۲ تنه وژل کیږي ټوله نړۍ په یوه خپه ولاړه ده او دا ترهګریز عمل غندي. موږ هم دا ترهګریز عمل غندو چې په هر ځای کې وي.
نوموړي زیاته کړه تاسې وګورۍ د تیرو ۶ میاشتو راهیسې په سوریې، عراق، فلسطین، نایجریا، پاکستان، افغانستان، لبنان او د نړۍ په هر ګوډ کې څومره بې ګناه مسلمانان په قتل ورسول شول چې د ټولو ته د الله د دربار نه د مغفرت غوښتنه کوم. همداشان تیره اوونۍ په پاریس کې یوه پیښه رامنځته شوه او ۱۲ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړ. موږ دا عمل په کلکه توګه غنده . خو له بده مرغه چې لکه څرنګه چې نړۍ د نوموړو ۱۲ تنو د وژل کیدو په خاطر غبرګون وښود او د نړۍ د څه باندې ۵۰ هیوادونو مشرانو لاس په لاس د میلیونونو تنو سره یو ځای لاریون وکړ په اسلامي جغرافیه کې د وژل شوو بې ګناه انسانانو په خاطر چا ندی کړی.
نړۍ په اسلامي جغرافیه کې په روانو وژنو او ترهګریزو فعالیتونو سترګې پټوي.
پروفیسور محمد ګورمز وویل زه غواړم دلته په یوې خبرې ټینګار وکړ چې د اسلام مبارک دین له نظره د هر بې ګناه انسان وژل حرام دي . د هر انسان ژوند ارزښتمند دی. د هر بې ګناه انسان وژنه د ټول بشریت د وژنې په معنا ده . لکه څرنګه چې الله تبارک و تعالی په خپل سپیڅلي کتاب کې فرمایلي دي ! د هر بې ګناه انسان وژنه د ټول بشریت د وژنې سره مساوي دی. که چیرې دا انسان په پاریس کې وي، په دمشق کې وي او که په بغداد کې . ټول یو ډول انسانان دي.
دهشت او وحشت که چیرې په پاریس ، واشنګټن یا برلین کې ترسره کیږي ، د کراچۍ، نایجریا او یمن د دهشت او وحشت سره کوم توپیر نلري . په ټولو ځایونو کې دهشت او وحشت یو ډول دی .
که چیرې موږ انسانان د نړۍ په هر ګوډ کې د انسان وژنې او وحشت په اړه یو ډول غبرګون نه ښایو پس دا ددې په معنا ده چې بشریت په مرګ محکوم شوی دی .
پروفیسور محمد ګورمز وویل ً تاسې وګورۍ نن ورځ په ټول اروپا او لویدیځه نړۍ کې اسلام فوبیا او مسلمانانو سره دښمنۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده . په اروپا کې د هرو دریو تنو نه یو تن د اسلام فوبیا په ناروغۍ روږدی دی. په اروپا کې هره ورځ مسلمانانو ته سپکاوی کیږي، زموږ په مقدساتو بریدونه کیږي، په جوماتونو مو بریدونه کیږي خو څوک د خولې نه غږ نه وباسي. څوک اندک غبرګون نه ښايي.
لکه څرنګه چې پوهیږۍ د اسلام فوبیا کلمه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر د پیښې نه وروسته د هالنډ د لومړي وزیر لخوا وکارول شوه چې په لنډه موده کې ټولې اروپا او نړۍ ته خوړه شوه. دا مسله د ویرې نه بهر شوې بلکې په نفرت او کینو بدله شوې ده . دا نفرت نن ورځ په دښمنیو بدل شوی دی . دې دښمنیو په چټکۍ سره د شدت په زیږولو پیل کړی دی ، د بدو او زشتو اعمالو په زیږولو پیل کړی دی .
محمد ګورمز وویل چې په څیړونو ثابته ده چې په اروپا کې د هرو دریو تنو نه یو تن د اسلام سره د دښمنۍ په ناروغۍ روږدی دی .
محمد ګورمز د ترکیې او نړۍ په مسلمانانو د اتحاد او اتفاق غږ وکړ. نوموړي وویل راځۍ چې دې مرض ته او ستونزې د حل لارې په اړه فکر وکړو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه