د نړۍ د ترټولو پرمختللو جټ الوتكو ترميم په تركيه كې كيږي.

د اېف – ۳۵ ډوله جنګي جټ الوتكو د پروژې په چوكاټ كې چې كډ تعرض الوتكې (JSF) د اروپا د سيمې د ټولو هېوادونو لپاره د ترميم اساسي مركز په تركيه كې جوړيږي.

146996
د نړۍ د ترټولو پرمختللو جټ الوتكو ترميم په تركيه كې كيږي.

د تركيې د دفاعي صنايعو د ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي چې د نوي نسل JSF/F-35 ډوله جنګي جټ الوتكو د ترميم د مركز په اړه د امريكايي چارواكو سره خبرې اترې پاى ته رسيدلي دي. ددې خبرو اترو په پايله كې د JSF/F-35 كاروونكو ټولو اروپايي هېوادونو لپاره د ترميم عمومي مركز په تركيه كې جوړ شي. دا مركز به د تركيې د ايسكي شهر په ښار كې جوړ او په ۲۰۱۸ ميلادي كال كې به ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.
د JSF/F-35 نوي نسل جنګي جټ الوتكه د تركيې په ګډون د نړۍ د نهو هېوادونو لخوا په ګډه توليديږي. پدې پروګرام كې د تركيې سربېره د انګلستان، امريكا، كاناډا، هالنډ، ايټاليا،آستراليا، ناورې او ډنمارك هېوادونه ګډون لري. د JSF/F-35 خارجي برخه او د ماشين ځينې پرزې په تركيه كې توليږي. په پام كې ده چې تركيه به د JSF/F-35 دوه الوتكې په ۲۰۱۸ كال كې واخلي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه