ايران ۶۲ افغانان د عاشورا په ورځو كې د واده له امله نيولي دي.

187716
ايران ۶۲ افغانان د عاشورا په ورځو كې د واده له امله نيولي دي.

په ايران كې د ځايي چارواكو د خبر له مخې په لسګونو افغان كډوال د عاشورا په ورځو كې د واده په مراسمو كې د ګډون له امله نيول شوي دي.
ايراني چارواكو څرګنده كړه چې يو شمېر افغان كډوالو د عاشورا په ورځو كې د كورنيو ترمېنځ د واده په مراسمو كې د ساز او سرود د غږولو له امله نيول شوي دي. د افغانان د شاوخوا ايراني اوسېدونكو لخوا پوليسو ته د شكايت نه وروسته نيول شوي دي.
عيني شاهدانو پدې اړه وويل چې د واده مراسم ګډ وډ شوي دي.
تر اوسه پورې افغان چارواكو پدې اړه څه ندي ويلي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه