ترکیې د غزني په ولایت کې پروني ځانمرګي بریدونه په کلکه توګه وغندل

د ترکېې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د افغانستان د غزني په ولایت کې په حکومتي ودانیو ترسره شوي بریدونه چې له امله يي شاوخوا شل تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي په کلکه توګه غندو.

114354
ترکیې د غزني په ولایت کې پروني ځانمرګي بریدونه په کلکه توګه وغندل

ترکیې د افغانستان د غزني په ولایت کې پروني ځانمرګي او ترهګریز بریدونه په کلکه توګه وغندل.
د ترکېې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د افغانستان د غزني په ولایت کې په حکومتي ودانیو ترسره شوي بریدونه چې له امله يي شاوخوا شل تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي په کلکه توګه غندو. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ترکیه دا منفور ترهګریز بریدونه په کلکه توګه غندي او د پیښې د قربانیانو لپاره د الله د دربار څخه د مغفرت، د ټپیانو لپاره د عاجلې شفا او د کورنیو لپاره يي د جمیل صبر غوښتنه کوو.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د افغانستان میړانه ملت د ټولو ترهګریزو ګواښونو او بریدونو سره سره د اپل په پنځه او د جون په ۱۴ نیټه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پراخه ګډون سره په ډیموکراسۍ باور او اعتماد یو ځل بیا ټولې نړۍ ته په ډاګه کړ.
موږ پوره باور لرو چې دا ډول ترهګریز بریدونه په ډیموکراسۍ او ازادۍ د افغانستان د میړانه ملت باور او اعتماد ته زیان رسولی نشي. ترکیه پدې سختو شرایطو کې د ورور هیواد افغانستان سره همغږۍ، مرستې او همکارۍ ته دوام ورکوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه