اردوغان د اذربایجان په پلازمینه باکو کې خپل لیدنې پایته ورسولې

ولسمشر رجب طیب اردوغان چې خپل دویم بهرنی سفر اذربایجان ترسره کړ په باکو کې د نوموړي هیواد د ولسمشر الهام علیوف لخوا ترینه د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وشو.

113311
اردوغان د اذربایجان په پلازمینه باکو کې خپل لیدنې پایته ورسولې

ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان په پلازمینه باکو کې خپل لیدنې کتنې پایته ورسولې.
ولسمشر رجب طیب اردوغان چې خپل دویم بهرنی سفر اذربایجان ترسره کړ په باکو کې د نوموړي هیواد د ولسمشر الهام علیوف لخوا ترینه د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وشو.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر په ویاړ د ولسمشرۍ د مانۍ په مښکې عسکري مراسم جوړ شوي ول.
د هر کلي د مراسمو نه وروسته دواړو مشرانو دوه په دوه لیدنه وکړه .
ولسمشر رجب طیب اردوغان د الهام علیوف سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان په نوموړي خبري غونډه کې وویل چې د ناټو په سرمشریزه کې او د نوموړې سرمشریزې په خاطر په جوړو شوو ټولو غونډو کې د اذربایجان سره بعضې وعدې شوي دي. د ناټو په سرمشریزه کې به اذربایجان ته د ورکړ شوو وعدو او ژمنو نه یادونه وکړو او لکه څرنګه چې د نورو هیوادونو سره شوې ژمنې عملي کیږي د اذربایجان سره د شوو ژمنو د عملي کیدو غوښتنه به وکړو.
دا کوم د هغوې مرسته یا لطف ندی بلکې د اذربایجان مسلم حق دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې د سویلي قفقاسونو د ګازو د نللیکي بڼسټ به د سپتمبر په ۲۰ نیټه کیښودل شي.
اردوغان وروسته د ارواښاد ولسمشر حیدر علیوف د مزار او اذربایجان د شهیدانو د هدیرې زیارت وکړ.
ولسمشر اردوغان په باکو کې د ترکي شهیدانو د هدیرې نه هم لیدنه وکړه .
ولسمشر اردوغان ترکي شهیدانو ته د درناوي د مراسمو د ادا کولو نه وروسته د هدیرې په ځانګړي کتاب کې لاسلیک وکړ او داسې ولیکل ! د یو خپلواکه اذربایجان د بڼسټ د قوي کولو په خاطر تاسې د اتلولۍ داستان لیکلی دی او د اذري ورونو سره مو د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په برخه کې مرسته خپله دنده وګڼله .
ولسمشر رجب طیب اردوغان په اذربایجان کې د خپلو رسمي لیدنو کتنو د پایته رسولو نه وروسته د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه انګلستان ته سفر وکړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه