اردوغان د بدخشان سره د ترکي مرستندویه ټولنو هلې ځلې وستایلې
اردوغان د بدخشان د ناورين په بهير كې د تركي مرستندويه ټولنو د هلو ځلو نه مننه وكړه.
اردوغان د بدخشان د ناورين په بهير كې د تركي مرستندويه ټولنو د هلو ځلو نه مننه وكړه.
لومړي وزير رجب طيب اردوغان د افغانستان د بدخشان په ولايت كې د ځمكښوېېدنې د ناورين نه وروسته د قربانيانو د كورنيو سره د تركيې د مرستندويه ټولنو د هلو ځلو نه مننه وكړه. د تركيې سرې مياشتې، تيكا، او د انساني مرستو ټولنه هغه بنسټونه ول چې د پېښې نه سمدستي وروسته سيمې ته لاړل او د افغانانو سره يې مرستې ته ودانګل.
اردوغان په استانبول كې د ناورين او بيړنيو حالاتو د عمومي ادارې په غونډه كې د ګډون په ترڅ كې وويل چې د ورور هېواد افغانستان د بدخشان په ولايت كې د ناورين له امله قربانيانو ته د لوى الله ج نه د مغفرت غوښتنه كوم او خپلوانو ته يې د زړه له كومي تسليت وړاندې كووم. د تركيې سره مياشت لومړنۍ نړيواله مرستندويه ټولنه وه چې د ناورين سيمې ته ورسېدله او د خلكو سره په مرستو پيل وكړ.
اردوغان وويل چې تركي مرستندويه ټولنې په افغانستان كې اوس هم د ناورين ځپلو سره خپلو مرستو ته دوام وركوي. د تركيې سره مياشت د نړۍ په هر ګوډ كې د ناورينونو او بېړنو پېښو په وړاندې د مداخلې وړتيا لري.
ددې امله د ټولو هغو مرستندويه ټولنو نه يو ځل بيا مننه كوم چې په ورور هېواد افغانستان كې يې د قربانيانو سره مرستې ته دانګلي دي.