په امریکا کې د یو تن په مغز کې امپلانټ په نصبولو سره د هغه په عقل او فکر کې تیر شوي شیان ولوستل شول

په  امریکا کې  د یو کس په ​​​​مغز کې د  امپلانټ ایښودو سره  د ۲۵ دقیقو لپاره د هغه په عقل او فکر کې تیر شوي شیان لوستل شوي دي.

2119866
په امریکا کې د یو تن په مغز کې امپلانټ په نصبولو سره د هغه په عقل او فکر کې تیر شوي شیان ولوستل شول

په  امریکا کې  د یو کس په ​​​​مغز کې د  امپلانټ ایښودو سره  د ۲۵ دقیقو لپاره د هغه په عقل او فکر کې تیر شوي شیان لوستل شوي دي.

د وال سټریټ ژورنال  لخوا د خپور شوي  خبر له مخې دا امپلانټ د  جیفري کیفر د یو تن په مغز کې  نصب شوی چې د پارکینسن په ناروغۍ اخته دی.

ویل شوي ۷۱ کلن کیفر چې  د ناروغۍ له امله عملیات کړی دی ، د عملیات نه مخکې  ډاکټرانو ته اجازه ورکړې چې د جراحي دمخه د هغه په ​​​​مغز کې امپلانټ نصبول وازمايي.

د پروسیشن نیرو ساینس د شرکت لخوا جوړ شوي د لایر ۷ کورتیکال انټرفیس په نامه دا امپلانټ د کیفر د مغز سره وصل شوی دی.

ویل کیږي په امپلانټ کې د موجودو چیپونو له لارې د دماغ څخه لیږل شوي سیګنالونه راټولیږي، وروسته د بې سیم اتصال له لارې مصنوعي  زیرکتیا  ملاتړ شوي پروګرام په مرسته لیږل کیږي.

د امپلانټ سره وصل کیبل د کیفر په سینه کې د نصب شوي هغه  ماشین  سره وصل و ، کوم چې د بیټرۍ او انتن دواړه په توګه کار کوي.

په څیړنه کې، ځینې حرکتونه چې کیفر د خپلو لاسونو سره کړي د دماغ سیګنالونو سره سمون لري چې د مانیټرونو څخه اندازه شوي. بیا له ناروغ څخه وغوښتل شول چې د خپلو لاسونو حرکت کولو پرته د تیرو حرکتونو په اړه فکر وکړي. لکه څنګه چې کیفر د حرکت کولو په اړه فکر کاوه، لیدل شوي چې د هغه دماغ سیګنالونه په ریښتیني وخت کې ثبت کیدی شي او د حرکتونو سره سمون لري.

بنیامین ریپوپورټ د پروسیشن نیرو ساینس شرکت بڼسټ ایښودونکي وویل چې "دا هغه څه دي چې موږ یې په لټه کې وو. موږ تایید کړه چې موږ اوس په هغه څه پوهیږو چې دماغ کې شتون لري . په هغه فکر چې په دماغ کې شتون ولري د حرکت نه پرته هم مونږ پوهیدلی شو"


پيوندونه: #امپلانټ , #مغز , #امریکا

اړوند خبرونه