داسې اورګاډى چې په ساعت كې ۱۰۰۰ كيلومتره سرعت لري!

چين د لومړي ځل لپاره د يو داسې چټك اورګاډي د جوړولو خبر وركړ چې په نړۍ كې سارى نه لري.

929016
داسې اورګاډى چې په ساعت كې ۱۰۰۰ كيلومتره سرعت لري!

 

چين د لومړي ځل لپاره د يو داسې چټك اورګاډي د جوړولو خبر وركړ چې په نړۍ كې سارى نه لري.

د چين د جياوټانګ د پوهنتون د پوهانو لخوا ددې اورګاډي د آزماېښتونو لپاره د ۴۵ مترو په قطر سره يوه حلقه جوړه شوې ده.

دا ټيكنالوژي چې د ماګېف په نامه هم ياديږي په اصل كې د الكترو مقناطيسي وړانګو په واسطه حركت كوي چې د حركت پر مهال تر پټلۍ شاوخوا ۲۰ ميلي متره لوړيږي. دا اورګاډى كولاى شي چې اوس لپاره د ۳۰۰ كيلوګرامو نه تر ۱۰۰۰ كيلو ګرامو پورې وزن انتقال كړي.

ټاكل شوې ده چې دا اورګاډى به په راتلونكې كال كې ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.

اوسمهال په نړۍ كې تر ټولو چټك اورګاډى په جاپان كې دى چې په ساعت كې ۶۰۰ كيلومتره واټن وهلى شي.  


پيوندونه: #اورګاډى

اړوند خبرونه