امريكا سپوږمۍ ته انسان لېږي
د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ ددې هېواد د فضايي چارو ملي ادارې ته هدايت وركړ چې سپوږمۍ ته انسان ولېږي.
867034
ټرمپ پدې اړه د فرمان د لاسليكولو په مراسمو كې څرګنده كړه چې امريكايي فضانوردان به يو ځل بيا په سپوږمۍ كې قدم كېږدي.
سپوږمۍ ته د وروستي ځل لپاره په ۱۹۷۲م كال كې د امريكا لخوا د بز آلدرين په نامه يو امريكايي لېږل شوى وو.
د ترمپ د فرمان له مخې پدې برخه كې بايد د خصوصي سكتور سره هم نږدې همكاري وشي. ټاكل شوې ده چې پدې اړه به د امريكا د كانګرس لخوا ځانګړې بوديجه هم ترلاسه شي. ددې پروژې اصلي موخه په سپوږمۍ كې د فضايي هډې جوړول دي. پوهان وايي چې دا كار به لږ تر لږه لس كاله وخت ونيسي.
د بله پلوه د سپېس اېكس په نامه شركت هوډ لري چې په ۲۰۲۰ كال كې د سپوږمۍ مدار ته انسان ولېږي.
چين هم په پلان كې لري چې په ۲۰۲۰م كال كې په سپوږمۍ كې يوه فضايي هډه جوړه كړي.