د آيفون اېكس په مقابل كې د سامسونګ نوى ټېلفون
د اېپل د كمپنۍ تر ټولو نوى او مهم توليد آيفون اېكس چې څه موده وړاندې بازار ته وړاندې شو د ټولې نړۍ پاملرنه جلب كړه.
856234
د آېپل تر ټولو لوى رقيب سامسونګ هم پتيلې ده چې د ګلكسي اېكس په نامه يو نوى ماډل ټېلفون چې د جېب د بټوې په توګه كت كېږي، بازار ته وړاندې كړي.
ددې كمپنۍ د جنوبي كوريا په وېبپاڼه كې پدې اړه جزييات خپاره شوي دي. تمه كيږي چې دا ټېلفون په ۲۰۱۸م كال كې معرفي شي او د كال په پاى او يا هم د ۲۰۱۹م كال په پيل كې بازار ته وړاندې شي.
دا لومړى ځل دى چې د بټوې په شكل كت كېدونكى ټېلفون بازار ته وړاندې كيږي. سامسونګ د همدې موخې لپاره د كوريا د فكري ملكيت د حقونو ادارې ته د دا ډول ډيزاين د حقونو د اخيستلو په موخه مراجعه كړې وه.