چین په نړۍ کې لومړنی پرته د پټلۍ ریل ګاډی جوړ او وازمایه.
چین ددې ریل ګاډي سره غواړي د ریل ګاډو پټلۍ له منځه یوسي
چین په نړۍ کې لومړنی پرته د پټلۍ ریل ګاډی جوړ او وازمایه.
پرته د پټلۍ دا برښنايي ریل ګاډي خپل لومړنی سفر په ډیر بریالیتوب سره سرته ورسو.
دا ریل ګاډي په نړۍ لومړنی پرته د پټلۍ ریل ګادی دی. دا ریل ګاډی به ددینه وروسته د ریل ګاډو په تولید کې نوې پاڼه پرانیزي. دا پروژه به په نړۍ کې ددینه وروسته د ریل ګاډو د پټلۍ ستونزمنده او قیمتې لانجه له منځه یوسي.
د یادولو وړ ده چې په چین کې جوړ شوی دا برښنايي ریل ګاډی ریل پټلۍ نه پرته د حرکت قابلیت لري. دا ریل ګاډی په ځیرکې ټکنالوژۍ سمبال دی.
پرته د پټلۍ ریل ګاډي خپل لومړنی سفر د چین د زهوزهو په ښار کې ترسره کړ. د ویلو ده چې دا ریل ګاډی په یو ځل د چارچولو سره ۷۰ کیلومتره مزل کوي.
همداشان ریل ګاډی د لسو دقیقو چارچ سره ۲۵ کیلومتره مزل کولی شي.
د نوموړي ریل ګاډي انجینیرانو ویلي دي چې دا سیستم به په ۲۰۱۸ کال کې په فعالیت پيل وکړي.