د نړۍ لومړنى الوتونكى موټر پر لاره دى!

د اروپا د الوتكو د جوړولو تر ټولو لوى شركت ايربس د الوتونكي موټر د جوړولو تاريخ څرګند كړ.

655197
د نړۍ لومړنى الوتونكى موټر پر لاره دى!

 

د ايربس شركت چې د هوايي ترانسپورټ په برخه كې نړيوال شهرت لري، دا ځل د الوتونكو موټرو په واسطه د هوايي ترانسپورټ په سكتور كې پانګه اچوونه كوي.

ددې شركت د اجرايوي شورا مشر وويل چې د ۲۰۱۸ كال وروسته به الوتكونكي موټر بازار ته وړاندې كړي. دا پروژه چې د واهانا په نامه ياديږي تېر كال ددې شركت لخوا تاييد شوې وه.

ددې پروژې په چوكاټ كې توليد شوي موټران به په راتلونكې كال كې آزمېښتي الوتنې پيل كړي.

تمه كيږي چې تر آزمېښتي الوتنو وروسته په ۲۰۲۰م كال كې د الوتونكو ټكسي ګانو په باڼه د ترانسپورټ بازار ته وړاندې شي.

د شركت د معلوماتو پر اساس ددې الوتونكي موټر نوم هم سيټي ايربس دى چې مشتريان كولاى شي چې د ګرځنده ټېلفون له لارې يې را وغواړي.

په لومړي سر كې به دا موټر د پيلوټانو لخوا وچلول شي خو د اړوندو قانوني مراحلو د پاى ته رسولو په صورت كې به بې پيلوټه الوتونكي موټران هم بازار ته وړاندې شي.

په راتلونكو ۱۵ كلونو كې به د نړۍ د نفوسو ۶۰ سلنه په ښارونو كې ژوند وكړي. د همدې امله د ايربس شركت د ښاري ترانسپورټ په برخه كې د نوو لارو چارو په لټه كې دى.



اړوند خبرونه