له آيفونه تمانچه جوړه شوه!

يوه كوچنۍ تمانچه چې آيفون ته ډېر ورته والى لري، په امريكا او اروپا كې امنيتي ځواكونه دې ته اړ كړل چې لا زيات تدابير ونيسي.

650232
له آيفونه تمانچه جوړه شوه!

 

دا تمانچه چې د آيفون ډيزاين ته ورته ده، د اېپل د شركت ددې ګرځنده ټېلفونونو د توليد د لسمې كليزې په درشل كې بازار ته وړاندې شوې ده.

د تمانچې د مرمۍ قطر ۹ ميلي متره دى او كولاى شي چې په آسانۍ سره انسان ووژني. دا تمانچه ظاهراً د آيفون سره ډېر توپير نه لري. ويل كيږي چې په چين كې توليد شوې ده.

دا ډول تمانچه د لومړي ځل لپاره په بلجيم كې له يو چا سره ونيول شوه چې د پوليسو د څېړنو له مخې شاوخوا ۱۲۰۰۰ دانې نورې هم اروپا ته راوړل كيږي.

تمانچه په آسانۍ سره په هوايي ډګر كې د پوليسو له كنټروله تېرېدلى شي. ځكه چې پوليس پرې د آيفون ګمان كوي.

د بله پلوه امريكايي پوليسو ددې تمانچې د مخنيوي په موخه په هوايي ډګرونو كې پراخه امنيتي تدابير نيولي دي.

د تمانچې بيه شاوخوا   ډالره ده. ۴۰۰ ډالره ده.


پيوندونه: #آيفون , #تمانچه

اړوند خبرونه