افغانستان فضا ته لار مومي!

د افغانستان او هندوستان ترمېنځ د فضايي همكاريو په برخه كې د يو  هوكړه د لاسليكولو پرېكړه د نوموړي هېواد لومړي وزير نارېندرا مودي لخوا تاييد شوه.

626339
افغانستان فضا ته لار مومي!

 

 

ټاكل شوې ده چې دا هوكړه ليك د دوادو هېوادونو د اړوندو چارواكو ترمېنځ لاسليك شي.

هند ته د ولسمشر غني د ورستي سفر او د دواړو هېوادونو د وزيرانو د شورا  د ګډې غونډې په ترڅ كې پرېكړه وشوه چې د سوله ايزې فضايي ټېكنالوژۍ په برخه كې به هند افغانستان سره مرسته وكړي.

د هند د سيمه ايزو رسنيو د خبر پر اساس ددې هوكړه ليك پر اساس به د ښوونې، كرنې، عامې روغتيا، مخابراتو، د هوا د حالاتو د معلولو او نقشه بردارۍ په برخه كې له فضايي ټېكنالوژۍ د ګټې پورته كولو په موخه متقابله همكاري پيل شي.

پدې ډول به افغانستان د لومړي ځل لپاره په مستقيم ډول فضايي خدماتو ته لار پيدا كړي. په هوكړه ليك كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د متقابل باور او اغېزمنې همكارۍ په زياتوالي باندې ټينګار شوى دى.

افغانستان به په راتلونكې كې د همدې پروګرام له لارې فضا ته لار پيدا كړي او د پرمختللې فضايي ټېكنالوژۍ په برخه كې يې كدرونه په هند كې وروزل شي.

هندوستان د ۲۰۰۱م كال راهيسې د افغانستان نږدې همكار دى چې تر اوسه پورې يې څه باندې ۲ ميليارده ډالره په هېواد كې لګوي دي.



اړوند خبرونه