د الوتونكي انسان خوب هم ريښتا كيږي.

د نړۍ يو زيات شمېر انسانان د الوتولو رنګين خوبونه ګوري. ددې خوب د ريښتا كولو په موخه بايد وزرونه ولرو.

404687
د الوتونكي انسان خوب هم ريښتا كيږي.

د ۲۱مې پېړۍ د ټېكنالوژۍ په دوره كې پوهانو داسې ډېر ماشينونه جوړ كړي دي چې په يواځې ځان د انسان د الوتنې زمينه برابروي.
كه څه هم د Jetpack په نامه آله چې د انسان د الوتنې زمينه برابروي او په پرمختللې ټېكنالوژۍ سمبال ده كولاى شي چې د انسان الوتنې لپاره لار هواره كړي. خو Jetpack ډېره ګرانبيه ټېكنالوژي ده او هر څوك نشي كولاى چې ترې ګټه واخلي. سربېره پر دې ددې آلې د الوزولو په موخه بايد ځانګړې زده كړې وكړي.


د سينګاپور د ملي پوهنتون د هوايي چارو د انجينيرۍ زده كوونكو د Snowstorm په نامه داسې برقي ماشين جوړ كړى دى چې د يو انسان د خوندي الوتنې زمينه برابروي.
دا ماشين ۲۴ كوچني څرخونه لري چې هر يو يې ۲،۲ كيلو واټه برېښنا توليدوي. ددې برېښنا په واسطه ماشين په هوا كيږي. دا ماشين په عين وخت كې د ځمكې نه د ريموټ كنټرول په واسطه هم كنترولېدلى شي. په ورته ډول په ماشين كې ناست شخص هم كولاى شي چې د خپلې الوتنې مسير تعين كړي.
ماشين يا ابتدايي الوتكه كولاى شي چې د ۷۰ كيلو ګرامو وزن لرونكى يو انسان له ځانه سره پورته كړي. ددې پروژې خاوندان وايي چې اصلي موخه يې د داسې وسيلي جوړل دي چې په اسانۍ سره والوزي او دومره ارزانه وي چې هر څوك ترې ګټه پورته كړي.


د اوسه لپاره د Snowstorm په نامه ماشين د ۵ دقيقو لپاره په هوا كې پاتې كېدلى شي. ټاكل شوې ده چې په راتلونكې كې پرمختللې وسيلې جوړې شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه