ترکیې د ۷م ځل لپاره مخابراتي سپوږمه کۍ فضا ته وتوغوله.

ترکیې دا ځل د ترکسات بي په نامه مخابراتي سپوږمه کۍ د قزاقستان د بای کونور د فضايي ستیشن نه په بریالیتوب سره فضا ته وتوغوله.

355109
ترکیې د ۷م ځل لپاره مخابراتي سپوږمه کۍ فضا ته وتوغوله.


سپوږمه کۍ د ترکیې په ځايي وخت د شپې په ۱۱ بجو او ۴۰ دقیقو فضا ته وتوغول شوه.
دا سپوږمه کۍ چې د ترکي انجینیرانو لخوا جوړه شوې ده د توغولو نه ۵ دقیقې او ۴۷ ثانیې وروسته د کپسول نه جلا او د اتموسفر نه بهر شوه.
د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو چې د سپوږمه کۍ د توغولو پر مهال د ترکیې د ملي راډيو تلویزیون میلمه وو په څرګندونو کې وویل ً ددې په هیله چې دا سپوږمه کۍ په هیواد کې د سولې او ورورولۍ سره مرسته وکړي . ً
همداشان د هیواد د ټرانسپورت سمندري چارو او معلوماتو وزیر فریدون بیلګین د انقرې د ګول باشي د فضايي استیشن نه په ژوندۍ بڼه لومړي وزیر احمد داوود اوغلو ته معلومات ورکړل.
د بله پلوه د هیواد د ترکسات د ادارې عمومي مدیر انصار ګل د اناطولیا خبري اژانس ته وویل چې دا فضايي راکټ په څلورو پړاونو کې خپل اصلي هدف ته رسیږي چې درې يي په بریالیتوب سره سرته رسولي دي.
همداشان د هیواد د ټرانسپورت سمندري چارو او معلوماتو وزیر وویل چې دا سپوږمه کۍ په بریالیتوب سره خپل هدف ته د رسیدو او ازمایښتونو لپاره ۴۵ ورځو ته اړتیا لري.
د یادولو وړ ده چې ددې مخابراتي سپوږمه کۍ سره به په هیواد کې د سټلایت له لارې د تلویزیوني کانالونو شمیره لا پسې لوړه شي. همداشان د انټرنټ په برخه کې به هم جدي بدلون رامنځته شي. د انټرنټ بیه به راټیټه او لا به ګړندی شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه