د نړۍ تر ټولو چټكه الوتكه

د اېر بس د الوتكو جوړولو شركت په پام كې لري چې د نړۍ تر ټولو چټكه الوتكه جوړه كړي. دا الوتكه چې `` سوپر سونيك جټ`` نوميږي د ملكي او نظامي هوايي چلند په ډګر به ترې ګټه پورته شي.

315780
د نړۍ تر ټولو چټكه الوتكه

د اېربس شركت تېره مياشت ددې الوتكې د جوړولو سند `` پټېنټ`` ترلاسه كړ. تمه كيږي دا الوتكه به د عادي مسافر وړونكو الوتكو په پرتله ۸ ځله ډېره چټكه وي. په دې ډول به د لندن او نيويارك ترمېنځ سفر د ۷،۵ ساعتونو نه ۱ ساعت ته راټيټ كړي.
د الوتكې د ماشين ټېكنالوژي د راكټ د ټېكنالوژنۍ نه اخيستل شوې ده چې د الوتنې او ناستې پرمهال په عمودي ډول ښكته او پورته كيږي.
په لومړي سر كې په دا الوتكه د ۲۰ تنه سپرلۍ انتقال وړتيا ولري.
الوتكه به د راكټ د انجن په واسطه لومړى په عمودي ډول الوتنه وكړي. د ۳۵ زره متره لوړوالي ته د رسېدو نه وروسته په افقي ډول منزل ته حركت وكړي. د ناستې پر مهال هم په عمودي ډول ښكته كيږي. د الوتنې او ناستې پر مهال د مسافرينو د راحت لپاره يې سيټونه داسې ډيزاين شوي دي چې ۱۸۰ درجې هرې خوا ته په اتوماتيك ډول حركت كولاى شي.
ددې الوتكې د توليد غوڅه نېټه لا معلومه نه ده خو په ډيزاين باندې يې كار پيل شوى دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه