په طبي نړۍ كې يو بل په زړه پورې انقلاب

امريكايي پوهان په دې وتوانېدل چې د ريموټ كنټرول په واسطه د يو موږك حركتونه كنټرول كړي.

313215
په طبي نړۍ كې يو بل په زړه پورې انقلاب

د امريكا د متحدو ايالتونو د واشنګټن د پوهنتون، ايلينيوس د پوهنتون او د ملي روغتيا د انستيتيوت د اوږدو څېړنو نه وروسته په دې وتوانېدل چې د يو موږك د مغزو حجرات د لرې نه د ريموټ كنټرول په واسطه كنټرول كړي.
پوهانو د موږك په سر كې داسې يوه آله نصب كړې ده چې له مخې يې د موږك د مغزو حجراتو ته سېګنالونه ليږي. دا سېګنالونه بيا وروسته هغه ريموټ ته انتقالوي چې د پوهانو په لاس كې دى.
دا اختراع چې د طب د راتلونكې په برخه كې به انقلاب رامنځته كړي د "Journal Cell" په نامه په علمي مجله كې د يوې مقالې په چوكاټ كې خپور شوى دى.
ددې څېړنيزې ډلې وياند وويل چې دا اختراع به په راتلونكې كې د مغزو د حجراتو د ناروغيو په برخه كې لويه لاسته راوړنه وي. پدې ډول به پوهان د سر خوږي، رواني ناروغيو، ډېپرېشن او نورو ناروغيو د درملنې په برخه كې پرمختګ شوي.
د پوهانو په وينا ددې مېتود د كاروونې تر ټولو اغېزمنه برخه بيا په نشه ايي توكو د روږدو كسانو د درملنې امكانات دي. په دې ډول به په نشه ايي توكو د روږدو كسانو په مغزو كې ځانګړي حجرات په نښه شي او درملنه به يې وشي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه