فیسبوک خپلو فعالو غړیو ته د جالبو ویدیوګانو په بدل کې پیسې ورکوي

فیسبوک پریکړه کړې چې ددینه وروسته د خپلو غړیو ته د په زړه پورې او ډیرو زیاتونکو لیدونکو ویدیوګانو په بدل کې پیسې ورکړي

330657
فیسبوک خپلو فعالو غړیو ته د جالبو ویدیوګانو په بدل کې پیسې ورکوي

د ټولنیزې مډیا نامتو شرکت فیسبوک پریکړه کړې چې ددینه وروسته د یوتیوب په څیر د خپلو عایداتو یوه برخه د خپلو فعاله غړیو سره شریکه کړي.
فیسبوک چې د سوداګریزو اعلاناتو له لارې ډیر زیات عایدات لري غواړي چې ویدیوګانو کې چې د غړیو لخوا ددوې له لارې خپریږي خپلو سوداګریزو اعلاناتو ته هم ځای ورکړي او ددې اعلاناتو نه ترلاسه کیدونکو عایداتو یوه برخه د ویدیو خاوندانو ته ورکړي.
فیسبوک ویلي دي چې د غوره ویدیوګانو یوه جلا برخه به پرانیزي.
فیسبوک غواړي چې ددې لارې هم د خپلو عوایدو کچه لوړه کړي او هم د هغه کسانو سره مالي مرسته وشي چې نامتو او په زړه پورې ویدیوګانې خپروي. د ویلو ده چې ویدیو چې هرڅومره زیاته لیدل کیږي په همدې اندزاه عواید يي هم لوړیږي.
فیسبوک به ددې ویدیوګانو نه د ترلاسه کیدونکو عوایدو ۴۵ سلنه خپله اخلي او پاتې به د مالیاتو د ورکولو نه وروسته د ویدیو خپرونکې ته ورکوي.
فیسبوک ویلي دي چې ددوې د سایټ له لارې د ورځې ۴ میلیارده ځله ویدیوګانې ننداره کیږي.
د بله پلوه کارپوهانو ویلي دي چې د فیسبوک دا پریکړه او ګام به د ویدیوګانو سایټ یوتیوب ته ډیره لویه ضربه ورسوي.
همداشان د سوداګریزیو اعلاناتو یوې کارپوه ایلیني مارولي ویلي دي چې د ویدیو په نړۍ کې فیسبوک په ډیرې چټکۍ سره پرمخ روان دی.
ایلیني ویلي دي چې په ۲۰۱۴ کال کې فیسبوک د نوو ویدیوګانو په برخه کې د یوتیوب د سایټ نه په کراتو پرمختګ کړی دی . دا پخپله ددې ښکارندويي کوي چې فیسبوک په راتلونکې کې پدې برخه کې لا زیات پرمختګ وکړي.
د یادولو وړ ده چې د نړۍ ډیری لویو شرکتونو د خپلو سوداګریزو اعلاناتو په برخه کې فیسبوک ته مخه کړې ده . ایلني ویلي دي چې د روان کال د جون په میاشت کې د امریکا نامتو شرکت ایچ بي او ویلي غواړي چې ددینه وروسته خپلې تلویزیونې خپرونې د فیسبوک له لارې خپرې کړي.
د یادولو وړ ده چې یوتیوب د ویدیوګانو نه د ترلاسه کیدونکو عایداتو ۵۵ سلنه د ویدیو خاوندانو ته ورکوي چې فیسبوک بیا نشې کولی چې پوره ۵۵ سلنه ورکړي.
د بله پلوه ویل کیږي کیدای چې د فیسبوک دا پریکړه د یوتیوب او فیسبوک ترمنځه ځیني رقابتونو ته هم لار اواره کړي.
فیسبوک د روان میلادي کال په لومړنیو دریو میاشتو کې د سوداګریزو اعلاناتو نه ۳ عشاریه ۳ میلیارده ډالره عواید ترلاسه کړي دي. فیسبوک ددې عوایدو ۷۷ سلنه برخه د موبایل له لارې د سوداګریزو اعلاناتو نه ترلاسه کړي دي.
د ویلو ده چې یوتیوب د ویدیو په برخه کې خپلو غړیو ته ځینې اسانتیاوې ورکوي او پدې اړه د خپل سرور نه کار اخلي خو فیسبوک بیا دم ګړۍ داسې اسانتیاوې نشې ورکولی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه