د پيسو پېښليک (تاريخ)

پیسې څه وخت او په څه ډول مروجې شوې د دې لپاره دا لنډ معلومات وګوری

329131
د پيسو پېښليک (تاريخ)

پيسې د پرمختللې ژوند يوه ډيره اړينه برخه جوړوي. خو مګر ډير وختونه زمونږ سره شتون نلري. لرغونو ټولنو پيسې ندي کارولې, او پر ځاي يې راکړه ورکړه په توکو سره کوله. کله چې مدنيت وده وکړه او پر مخ ولاړ نو د ټولنې غړو په هغه څيزونو چې ليږديدلاي شواې لکه اوسپنيزي پيسې, راکړه و‌رکړه پيل کړه. په ځينې هيوادونو کې اوسپنيزي پيسې ډير لږ, او په ځينو هيوادونو کې بيا ډيرې زياتې موندل کيدل. د ټولنې غړې د يو بل داسي څيز په لټه کې شول چي په هر هيواد کې په برابره کچه وموندل شي او يو ښه پايښت ولري. نو له همدي امله يې د سروزرو او سپينوزرو ټوټې او پارچې د راکړې ورکړې د اخيستلو غونډال وګرځول.
سکې: لرغونو ټولنو د سيکو کارول ۶۰۰ کاله مخکې تر زيږديز (ميلاد) پيل کړې.
کاغذي پيسې: په نړۍ کې د لمړۍ ځل لپاره کاغذې پيسې په ۱۶۶۱ زيږديز کال کښي په سويدن کې ليدل شوې دي. د انګريزانو بانک د لمړۍ ځل لپاره کاغذي پيسې په ۱۶۹۵ زيږديز کال کې د چاپه راويستلې.
بانک: بانک د لمړۍ ځل لپاره په بريتانيا کې د اولسمې پيړۍ په منځ کې پرانیستل شو. دا هغه ځای وو چې هلته سره زر ‌زيرمه کيدل. او د دې ډول بانکونو شمير زيات شو چې اوس په زرګونو بانکونه په بريتانيا او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې شتون لري
. کريډټ کارټ يا اعتبار کارټ: د لمړۍ ځل لپاره په ۱۹۴۰ زيږديز کال کښي په آمريکه کې د کريډټ کارټ کارول پيل شول. چې وروسته په ټولو هيوادنو کې يې کارول معمول شو. هيره د نه وي چې ترکېې په ۱۹۶۸ زيږديز او بريتانيا په ۱۹۷۰ زېږديز کال کښي د کريډټ کارټ کارول پيل کړل. په شلمه پيړۍ کښي په پرمختللې هيوادونو کې تر نقدو پيسو خلکو کريډټ کارټ زيات کارول کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه