ويډيو: د تركيې نوى پرمختللى روباټ

په تركيه كې د منځني ختيځ د تخنيكي پوهنتون پوهانو د "Nao"په نامه خپل نوى پرمختللى روباټ معرفي كړ.

265338
ويډيو: د تركيې نوى پرمختللى روباټ

د تركيې نوى پرمختللى روباټ
په تركيه كې د منځني ختيځ د تخنيكي پوهنتون پوهانو د "Nao"په نامه خپل نوى پرمختللى روباټ معرفي كړ.
پوهان وايي چې دا روباټ به د "iCub" په نامه د روباټ سره چې پخوا جوړ شوى دى ملګرى شي او په همغږئ سره به چارې پر مخ يوسي. د پوهتون د كمپيوټري ټيكنالوژۍ د پوهنځني د پوهانو د ډلې مشر دوكتور سينان كالكان څرګنده كړه چې دا كوچنى روباټ كولاى شي چې كښېني، پاڅېږي، نڅا او خبرې وكړي. حتى روباټ د نورو په خبرو پوهيږي او د ځانګړو كمرو په واسطه شاوخوا ليدلى شي.
د كالكان په وينا دا روباټ چې د پوهنتون په لابراتوارونو كې جوړ شوى دى د "iCub" د روباټ سره چې پخوا جوړ شوى دى او د ۳.۵ كلن ماشوم ذكا لري همغږى شي. دواړه روباټو داسې جوړ شوي دي چې د انسانانو د مداخلې پرته له يو بل سره اړيكې ټينګې كړي. د نوموړي په وينا په راتلونكې كې د روباټونو كارونه زياتيږي. دا روباټونه بايد د انسانانو ترڅنګ له يو بل سره هم اړيكې ټينګې كړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه