نړۍ ته تر ټولو لرې كهكشان كشف شو.
امريكايي پوهانو هغه كهكشان كشف كړى دى چې د ځمكې د سيارې نه د زمان او واټن له پلوه تر ټولو لرې پروت دى.
265332
نړۍ ته تر ټولو لرې كهكشان كشف شو.
امريكايي پوهانو هغه كهكشان كشف كړى دى چې د ځمكې د سيارې نه د زمان او واټن له پلوه تر ټولو لرې پروت دى.
د امريكا د يال او كلېفرونيا سانتا كروز د پوهنتونونو پوهانو څرګنده كړه چې د درې پرمختللو تلسكوپونو په واسطه يې هغه كهكشان كشف كړى دى چې د ځمكې نه ډېر لرې دى او د كهكشانونو د لومړني نسل ځانګړتياوې لري.
دا كهكشان زموږ د سيارې نه ۱۳،۱ ميليارده نوري كاله واټن لري.
دې كهكشاه ته د EGS-zs8-1 نوم وركړل شوى دى. داسې اټكل كيږي چې ددې كهكشان عمر شاوخوا ۱۰۰ ميليونه كاله وي.
ددې كهكشان د كشف په اړه د "Astrophysical Journal Letters" په مجله كې يوه علمي مقاله هم خپره شوې ده.