په ګوګل كې كومې كلمې ډېرې لټول شوي دي؟

د ګوګل د لټون مجازي ماشين چې هره ورځ په ميليونونو انسان تېر ګټه پورته كوي د ۲۰۱۴ كال د تر ټولو زياتو لټوول شوو كلماتو لست خپور كړ.

264739
په ګوګل كې كومې كلمې ډېرې لټول شوي دي؟

د ګوګل د لټون مجازي ماشين چې هره ورځ په ميليونونو انسان تېر ګټه پورته كوي د ۲۰۱۴ كال د تر ټولو زياتو لټوول شوو كلماتو لست خپور كړ. د ګوګل شركت هر كال د هغو كلماتو لست خپروي چې ددې مجازي ماشين له لارې لټول شوي دي. د ۲۰۱۴ كال په اوږدو كې د فېسبوك كلمه په ګوګل كې تر ټولو زياته لټوول شوې ده.
فېسبوك كه څه هم نا آشنا كلمه نه ده خو ددې ټولنيزې شبكې كاروونكي د فېسبوك د انټرنېټي پاڼې د پتې د ليكلو پر ځاى يې په ګوګل كې لومړى حرف ليكي او بيا پرې وروسته كلېك كوي. له دې امله فېسبوك لومړى ځاى لري.
ګوګل همداراز د هر هېواد لپاره د تر ټولو زياتو لټوول شوو كلماتو لستونه هم جوړ كړي دي. د بېلګې په ډول په تركيه كې هم د `` فېسبوك، يوټيوب او ګوګل`` كلمې په ترتيب سره لومړى دويم او دريم مقام لري. څلورم او پينځم ځايونه د ``مد جذر او كيراز موسيمې`` په نامه دوو تركي ډرامو خپل كړ.
په ټوله نړۍ كې په ګوګل كې د لټول شوو كلماتو لست په لاندې ډول دى. پدې لېست كې هرې كلمې ته له ۱ نه تر ۱۰ پورې نمرې وركړل شوي دي. ۱۰ نمرې تر ټولو زياتې او ۱ نمره تر ټولو كمه تمثيولي.
۱- (۱۰) Facebook
۲-(۸) Google
۳-(۶.۵) You
۴-(۶) Youtube
۵-(۵) Craigslist
۶-(۴.۴) Porn
۷-(۴) Weather
۸-(۳.۵) Yahoo
۹-(۳) News
۱۰-(۲.۵) Sex
۱۱-(۲.۵) Amazon
۱۲-(۲) Games

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه