آيا پسوړډ مو په امن كې دى؟

په نړۍ كې د كمپيوټر او په تېره بيا د انټرنېټ د كاروونكو د شمېرې د زياتېدو سره انټرنېټي امنيت هم د خطر سره مخامخ شوى دى.

205260
آيا پسوړډ مو په امن كې دى؟

هر كال په لسګونو زره هكران د ميليونونو كاروونكو پسوړډونه ماتوي او شخصي معلومات، د بانكي حسابونو په اړه معلومات او حتى د رسمي ادارو حساس معلومات غلا كوي.

د امريكا په متحدو ايالتونو كې د SplashData په نامه يو سايبري امنيتي شركت د پياوړي پسوړډ د څرنګوالي په اړه د معلوماتو ترڅنګ په ۲۰۱۴ كال كې د نړۍ د تر ټولو زياتو كارېدونكو پسورډونو لست هم خپور كړ. په ځانګړي توګه په رسمي ادارو كې د مامورينو لخوا كارېدونكي پسوړډونه يو بل سره زيات ورته والى لري.
دا امنيتي شركت د انټرنېټ كاروونكو ته توصيه كوي چې هېڅكله دې يو پسوړډ د بېلابېلو حسابونو لپاره نه كاروي. د بېلګې په ډول د فېسبوك او برېښناليك پسوړډونه بايد له يو بل سره توپير ولري. سربېره پر دې يو پسوړډ بايد لږ تر لږه اته كركټره ولري. په پسوړد كې په انګليسي ژبه د كوچنيو/ لويو تورو كارولو ته دې پاملرنه وشي. پياوړى پسوړډ بايد اعداد او كامې،نقطې او سلش په څېر ګرامري نښې هم ولري. د SplashData شركت پدې اند دى چې تر ټولو پياوړى پسورډ كېداى پدې ډول وليكل شي:
(AGfsqO.7362@)
دې شركت همداراز په امريكا، لوديځه اروپا او نورو هېوادونو كې د سايبري امنيت د شركتونو د شمېرو په اساس په ۲۰۱۴ كال كې د نړۍ تر ټولو زيات كارېدونكي لس پسوړډونه خپاره كړي دي. وويل كيږي چې دا پسوړډونه تر ډېره بريده د روسي هكرانو لخوا هك كيږي.
د يادولو وړ ده چې په هره ټولنه كې د دودونو سره سم د زېږېدو نېټه، د ټېلفون شمېره، خپل نوم او تخلص، د پلار، مور او نورو خپلوانونومونه ، د زېږېدو ځاى، د احمد، محمود په څېر عام نومونه او داسې نور كلمات او اعداد د كاروونكو لخوا د پسوړډ په توګه كارول كيږي.
1- 123456
2- password
3- 12345
4- 12345678
5- qwerty
6- 1234567890
7- 1234
8- baseball
9- dragon
10- football
11- 1234567
12- monkey
13- letmein
14- abc123
15- 111111
16- mustang
17- access
18- shadow
19- master
20- michael
21- superman
22- 696969
23- 123123
24- batman
25- trustno1


پيوندونه:

اړوند خبرونه