تركيې د ماين پاكۍ پرمختللى روبوټ جوړ كړ.

د تركيې د نظامي او الكترونيكي صنايعو ادارې ASELSAN د ماين پاكۍ لپاره داسې پرمختللى روبوټ جوړ كړى دى چې كولاى شي د الكترو مقناطيسي وړانګو پر مټ د ماينونو ځاى كشف او بيا وروسته خنثى كړي.

190068
تركيې د ماين پاكۍ پرمختللى روبوټ جوړ كړ.

دا روبوټ چې كپلان نوميږي په ځمكه كې د ښخو شوو ماينونو سربېره د نورو چاوېدونكو موادو د موندلو په برخه كې هم مرسته كوي. دا روبوټ د چاوېدونكو موادو د خنثى كولو د ټيم سره په ګډه د موادو د موندلو او خثنى كولو په برخه كې دنده اجرا كولاى شي. روبوټ د لرې نه د ريموټ كنټرول په واسطه اداره كيږي. سربېره پر دې په نظامي ډګر كې ددې روبوټ د نقليه وسيلې نه په نورو برخو كې هم ګټه پورته كېدلى شي. د بېلګې په ډول د ماينونو د خثنى كولو د جهاز پر ځاى چې د روبوټ په پاسنى برخه كې موقعيت لري دوربينونه او كمره هم نصبېدلى شي. پدې ډول د دښمن فعاليتونه په پټه توګه د څارلو امكان لري.
دا روبوټونه تركي پوليسو ته وركړل شوي دي. په پام كې ده چې په راتلونكې كې روبوټونه نړيوالو بازارونو ته هم صادر شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه