په فېـسبوك كې يوه په زړه پورې اسانتيا

د فېسبوك داسې ډېر كاروونكي لېواله دي چې د ملګرو پرته د نورو كاروونكو پروفايل پرانيزي او د له دېواله يې معلومات ترلاسه كړي.

170651
په فېـسبوك كې يوه په زړه پورې اسانتيا

كه څه هم فېسبوك كاروونكي ته ددې امكان وركوي چې پخپله خوښه د خپل پروفايل ځينې معلومات، انځورونه، خوښوونې``لايكونه`` او كمېنټونه د نورو كاروونكو پر مخ وتړي. په امريكا كې يو شركت د انډروييډ سيستم لرونكو ځيركو مبايلونو لپاره داسې يو پوستكالى جوړ كړى دى د نورو كاروونكو معلومات تاسې سره شريكوي.
د انډروييد سيسټم لروونكو مبايلونو لپاره داسې پوستكالى جوړ شوى دى چې په فېسبوك كې د نورو كاروونكو انځورونه، خوښوونې``لايكونه`` او كمېنټونه په اسانۍ سره وګوري.
د انډروييډ سيسټم لرونكو مبايلونو په مجازي مغازه `` Play Store`` نه د ‘Fecoder’ په نامه د پوستكالي د ښكته كولو سره ددې تاسې كولاى شئ چې حتى د نورو پخواني ډېلېټ شوي انځورونه هم وګورئ.
د ‘Fecoder’ پوستكالى وړيا دى.
د بله پلوه بيا د فېسبوك ځينو كاروونكو ددې پوستكالي په اړه د فېسبوك چارواكو ته شكايت هم كړى دى. دوى پدې اند دي چې د فېسبوك كې خپل محرم معلومات يې بايد ددې شركت لخوا د هر ډول سرغړوونو پر وړاندې وساتل شي.
تر اوس لا څرګنده نه ده چې فېسبوك به د انډروييډ شركت ته د ‘Fecoder’ د پوستكالي د لرې كولو په اړه وړانديز وكړي او كه نه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه