په فېسبوك يوه نوې ځانګړتيا اضافه كيږي.

د فېسبوك كې د كاروونكو لخوا د نشې په حالت كې د اخيستل شوو عكسونو د خپرولو د مخنيوي په موخه چارواكي د يوې نوې ځانګړتيا په رامنځته كولو كار كوي.

147894
په فېسبوك يوه نوې ځانګړتيا اضافه كيږي.

د فېسبوك كې د كاروونكو لخوا د نشې په حالت كې د اخيستل شوو عكسونو د خپرولو د مخنيوي په موخه چارواكي د يوې نوې ځانګړتيا په رامنځته كولو كار كوي. د نشې په حالت كې، د بربنډو عكسونو او داسې نورو حالاتو د عكسونو د خپرولو د مخنيوي په موخه فېسبوك پداسې ځانګړتيا كار كوي چې ددې ډول عكسونو د خپرولو نه وړاندې به د كاروونكي نه پوښتنه وشي چې `` آيا مطمين ياست؟`` ددې پوښتنې له لارې به كاروونكى يو ځل بيا دې ته متوجه شي چې دا عكس كيداى ورته ستونزې رامنځته كړي.
فېسبوك به د مصنوعي ذكا د آسانتياو په كارولو سره به د نشې په حالت كې، بربنډ او نورو ناوړه عكسونه وپېژني. په عكس كې به نشه او روغ انسانان له بله جلا كړي.
د فېسبوك د نوي پروګرام له مخې به د ناوړه عكسونو د خپرولو نه وړاندې د كاروونكو نه پوښتنه وشي چې `` آيا مطمين ياست چې دا عكس ستاسې ريس يا مور او پلار نه ګوري؟``
د فېسبوك يو تن چارواكي يان لېكان د Wired د مجلې سره په مركه كې وويل چې `` موږ غواړو چې د فېسبوك د كاروونكو لپاره يو ډيجيټل اسيسټانټ يا مرستندوى رامنځته كړو. اوسمهال د مصنوتي ذكا د جوړولو په سيستم باندې په لابراتوراونو كې كار روان دى.
دا سيستم به په راتلونكې كې په فېسبوك كې د هغو عكسونو د خپرولو مخه هم ونيسي چې د عكس د خاوند د اجازې پرته خپريږي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه