د نړۍ لومړى الوتونكى انسان

د ځمكې پر سر داسې ډېر انسانان شته چې د مرغانو په څېر د وزرونو د لرلو خوبونه ګوري او هيله لري چې يوه ورځ والوزي.

147195
د نړۍ لومړى الوتونكى انسان

دا خوب د لومړي ځل لپاره ريښتيا شو. په دوبۍ كې يو شركت داسې وزرونه جوړ كړي دي چې انسان يې په اغوستلو سره كولاى شي چې لكه مرغان والوزي.
ددې وزرونو آزمايښتي الوتنه د لومړي ځل لپاره د سويس د هېواد د جنګي جټ الوتكو يو تن پخواني پيلوټ Yves Rossy لخوا ترسره شوه. پدې ډول Yves Rossy په تاريخ كې د لومړي ځل لپاره د الوتونكي انسان يا jetman لقب هم خپل كړ.


د الوتكې دا وزرونه چې ټول ۵۰ كيلو ګرامه وزن لري او تر شا يې د تېلو د يوې كوچنۍ ټانكۍ په درلودلو سره كولاى شي چې تر ۱۰ كيلومترو زيات واټن ووهي د اوس لپاره بازار ته نه وړاندې كيږي. د اوس لپاره وزرونه د يوې الوتكې نه د پراشوټ په واسطه په هوا كې خوشې كيږي چې بيا وروسته يې ماشين چالانيږي او په الوتنې پيل كوي. د ناستې پرمهال بيا الوتونكى انسان د پراشوټ نه كار اخلي.


پوهان اوس پداسې ډول وزرونو كار كوي چې په مستقل ډول د ځمكې له هرې برخې د الوتنې او ناستې وړتيا ولري. ددې ټېكنالوژۍ په كارولو سره به نږدې راتلونكې كې د يو نفري شخصي الوتكو يا وزرونو بازار هم ګرم شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه