د نهنګانو ځانوژنه!

په نيوزيلاند كې ۳۶ نهنګانو د اوبو نه ساحلونو ته په وتلو سره ځانوژنه وكړه.

183019
د نهنګانو ځانوژنه!

د بي بي سي د انګليسي خبري سرويس د خبر له مخې د نيوزيلاند د هېواد په سواحلو كې د نهنګانو دوه ډلې اوبو نه ساحلونو ته وتلې وې چې ۳۶ يې وژل شوي دي.
د طبعي ژوند د ساتنې د ادارې يو تن متخصص سټيف بريګتوېل وايي چې داسې ډېر احتمال شته دى چې يو نهنګ ساحل ته راغلى وي وروسته نورو نهنګانو هغه تعقيب او ځانونه د اوبو نه ويستلي وي.
د نيوزيلاند په سواحلو كې يو شمېر سيمه ايزو خلكو او چارواكو وكولاى شول چې ۲۲ نهنګان بېرته اوبو كې خوشې كړي. پاتې ۲۵ يې پخپل مرګ مړه شوي دي. ۱۱ نور يې بيا د دردونو نه د ژغورلو په موخه د متخصصينو لخوا د زهرو په واسطه وژل شوي دي.
د نهنګانو د ځانوژنې په اړه تر اوسه هم علمي معلومات په لاس كې نشته دى. پوهان اټكل كوي چې زاړه نهنګان د خپل عمر پاتې برخه د خوراكي موادو د نه موندل كېدو له امله د ستونزو سره تېروي. كېداى شي دا نهنګان د ځانوژنې لپاره د اوبو نه وچې ته راووځي. د بله پلوه ساحل ته د يو نه د زياتو نهنګانو د راتګ د لامل په اړه هم اختلافات شته دى. يو شمېر پوهان وايي چې د ځانوژنكي نهنګ د مخنيوي په موخه نور نهنګان هم ساحلونو ته راځي او پدې ډول په وچه كې پاتې كيږي.
د نړۍ په تاريخ كې تر اوسه پورې تر ټولو لوى سراسري ځانوژنه په ۱۹۱۸ ميلادي كال كې د نيوزيلاند د چاتنام په سواحلو كې ثبت شوى دى. پدې پېښه كې شاوخوا ۱۰۰۰ نهنګانو ځانوژنه كړې وه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه