ترکیې په ملي امکاناتو ریل ګاډی جوړ کړ

153075
ترکیې په ملي امکاناتو ریل ګاډی جوړ کړ

د ترکيې په ملي امکاناتو جوړ شوی ملي ریل ګاډی به راتلونکې میاشت کې په فعالیت پیل وکړي.
د ترکیې د علم صنایع او ټرانسپورت وزیر فکري اشک وویل چې د ریل ګاډې د ملي پروژې په چوکاټ کې د هیواد د تکړه انجینیرانو لخوا د یو میګاواټه په طاقت د برښنايي ریل ګاډي لکوموتیف جوړ او په راتلونکې میاشت کې به په فعالیت پیل وکړي.
وزیر زیاته کړه چې ددې سربیره په ترکیه کې د ګړندي او سوپر ګړندي ریل ګاډو ته د حرکت قابلیت ورکوونکی د ً cer ً سیستم هم په ملي امکاناتو سره تولید کړی دی. تر اوسه پورې به مو دا سیستم د بهر نه واردو چې نن ورځ هیواد پخپله ددې سیستم د تولید توان لري. د ټرانسپورت وزیر وویل چې دم ګړۍ ددې سیستم ازمایښتونه په بریالیتوب سره روان دي او د دویم امتحاني دورې ته تیر شوي یو.
نوموړي وویل چې د ددې سیستم د لا قوي کولو په خاطر هم په چارو پیل شوی دی چې په نږدې راتلونکې کې به خپل هدف ته ورسیږو.
دا پروژه د هیواد د جاري کسر په راټیټولو او اقتصاد سره د مرستې په خاطر جدي ګام دی. ترکیه به په لنډه موده کې د ریل ګاډو په برخه کې په نړۍ کې د صادراتو په مرکز بدل شي.
وزیر زیاته کړه چې پدې پروژې د ترکیې د عملي او تکنالوژیکو څیړونو د ادارې په ملاتړ ګډ کار کوو. د پروژې مالي لګښت ۱۰ میلیونه ترکي لیرې دي.
د هیواد د ټرانسپورت وزیر وویل په پام کې لرو چې د ترکیې د جمهوریت د سلمې کلیزې یا تر ۲۰۲۳ کاله پورې په هیواد کې ۱۱۰ ګړندي ریل ګاډو پروژې سرته ورسو. همداشان د ریل ګاډو د تولید په مرکز او په ځانګړې توګه سویل ختیځ اسیا، شمالي افریقا او منځني ختیځ هیوادونو ته په صادراتو پیل وکړو.
نوموړي زیاته کړه چې تر ۲۰۲۳ کاله به په هیواد کې د ریل ګاډو په سیستم ۴۵ میلیارده ډالره پانګه اچونه وشي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه