ترکیې لوی برقي موټر  جوړ کړ

په ترکیه کې په نړې تر ټولو د اوږدې مودې لپاره چارچ ساتونکی برقي موټر په بریالیتوب سره وازمایه.

131381
ترکیې لوی برقي موټر  جوړ کړ

ترکیې په نړۍ کې تر ټولو د اوږدې مودې لپاره چارچ ساتونکی برقي موټر جوړ کړ.
په ترکیه کې په نړې تر ټولو د اوږدې مودې لپاره چارچ ساتونکی برقي موټر په بریالیتوب سره وازمایه.
ویل کیږي نوموړی موټر د ۲ ساعته چارچ سره د ۴۰۰ کیلومتره واټن د پلي کولو په ظرفیت جوړ شوی دی .
نوموړی برقي موټر د هیواد د هیواد د علم صنایع او ټکنالوژۍ وزیر فکري اشک پخپله امتحان کړ.
د هیواد د علم صنایع او ټکنالوژۍ وزیر د نوموړي برفي موټر د امتحانولو نه وروسته خبريالانو ته وویل انشاالله چې برقي موټرې به د ۲۰۲۰ کال نه مښکې بازار ته راووځي او په فعالیت به پیل وکړي.
نوموړي زیاته کړه دا چې د برقي موټرو تولیدو او کارونه کمه ده د همدې امله يي بیه لوړه ده چې موږ هڅه کوو چې دا بیه راټیټه کړو.
یاد شوی برقي موټر د استانبول د تخنیک پوهنتون لخوا طرحه او ډیزاین شوی دی او په پام کې ده چې په لومړنۍ مرحله کې د نوموړي پوهنتون د ټرانسپورت په برخه کې ترینه کار واخیستل شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه