پدې خپرونه کې د اورینتالیزم  یا ختیځ پيژندنې په اړه  لنډ بحث کوو.

ځايي اورینتالیزم

1091773
پدې خپرونه کې د اورینتالیزم  یا ختیځ پيژندنې په اړه  لنډ بحث کوو.

 

اورینتالیزم هغه  ختیځ پیژندونکو  لویدیځوالو ته  ویل کیږي چې  د یو پلو نه د امپرایالیزم سره  تړاو ولري او د بله پلوه  د ختیځو ټولنو د سیاسي، کولتوري، ټولنیزو، دیني، قومي، انسان پیژندنې او دا ډول نورو برخو په اړه  تحقیقات کوي. د یادولو وړ ده چې  دا ټول  خلک  په ختيځو ټولنو  ځان  ډیر لوړ بولي  او هغوې ته  تل په سپکه سترګه ګوري. ختیځو ټولنو ته  د یو اکتیف فاعل په سترګه نه بلکې د یو پسیف مفعول  په سترګه ګوري.

د ترکیې د انقرې د ییلدرم بایزید د پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس  پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د یادولو وړ ده چې  د اورینتالیزم  تحقیقات  نن  ورځ هم په نړۍ کې  دوام لري. دې تحقیقاتو  او چارو تر ننه پورې خپل اهمیت  د لاسه ندی ورکړی.

خو ډیر  ستر تغیرات  پکې راغلي دي. پخوا  به  لویدیځوال  څیړونکې  د تحقیقاتو په خاطر پخپله  ختیځو هیوادونو ته سفر کولو او هلته به يي د نږدې ته  تحقیقات کول خو نن ورځ  د خپلو تحقیقاتو په خاطر  سیمې ته تلو ته کوم احتیاج  او اړتیا نلري. ځکه چې  نن ورځ  یو زیات شمیر  ختیځوال  محقیقین  په خپلو سیمو او هیوادونو کې پدې اړه هر دول تحقیقات کوي  او وروسته  لویدیځ ته ځي  او لویدیځوالو څیړونکو ته  تقدیموي.

زمونږ ۲۰۰ کلنه خواشینونکې  کیسه.

د ترکیې او جاپان په څیر هیوادونه چې د لویدیځ مدنیت  پر وړاندې  په کافي توک تاب  نشي راوړی  د تیرو ۲۰۰ کلونو راهیسې  لویدیځ  ته  څیړونکي، متخصصین، زده کوونکي، اکاډیمسینان  او دولتي مامورین  د روزنې په موخه  استوي. نن  ورځ  د افریقا نه نیولې تر بالکان ، منځني ختیځ، لرې ختیځ ، لاتینې امریکا  او حتا  چین او هندوستان په څیر هیوادونه هم  ورته  لار تعقیبوي.

دا هیوادونه  یواځې محصلین  نه بلکې دولتي کارکوونکي او د ټولو  وزارت خانو نه خپل ټکړه  پرسونل  د لا زیاتو  معلوماتو ، زده کړې، کولتور  او حتا  د معاشرت د ادابو د زده کړې په خاطر  لویدیځو هیوادونو ته  استوي.

تر څو  دوی  د هغه هیوادونو نه  تجاربو، علم ، تکنالوژۍ  او یو زیات شمیر نورو  شیانو نه  ګټه پورته کړي  او خپلو هیوادونو ته راانتقال کړي. دا هیوادونه چې پخپله  د ډیرو سختو مالي مشکلاتو سره  لاس او ګریوان دي خو بیا هم  پدې کسانو  ډیر زیات مصارف کوي  او خپلې  ډیرې مالي سرچینې  پدې برخه کې په مصرف رسوي.

دلته  پوښتنه پیدا کیږي چې ایا  دوې ددې کار سره  خپلو اهدافو ته  رسیدلي دي؟ خو له بده مرغه چې نه. ۲۰۰ کاله کیږي  چې  دا  بهیر  دوام لري خو  لکه څرنګه چې لازم  دی  په هغه رقم  ترینه ګټه نشي پورته کولای.

پروفیسور  بلبل وايي زمونږ  یو استاد  ویل   کله چې   جاپاني  محصلین  اروپا او لویدیځ ته  سفر وکړي هلته  د هغوې  تکنالوژي  خپلو هیوادونو ته راانتقالوي. خو له بده مرغه  کله چې  د شرقي هیوادونو او زمونږ  د ترکیې محصلین  لویدیځ ته لاړ شي هلته  شاعران  شي او بیرته هیواد ته راستانه شي.

د بلبل په وینا  د هیواد یو تن نامتو  شاعر  او لیکوال  سیزايی قره کوچ  په لویدیځ کې  د ورکې  شوي ۲۰۰ کلنې  مودې  خواشینونکې کیسه  د شعر په ژبه  د اوو ماشومانو او یو پلار په نامه د طنز سره  بیان کړی دی.

د ویلو ده چې یو زیات شمیر هیوادونه  ددې په هیله یو زیات شمیر محصلین، زده کوونکي، استادان، اکاډیمسنان، څیړونکي  او دولتي کارکوونکي  لویدیځو هیوادونو ته  استوي چې هلته یو څه زده کړي  او بیرته  هیواد ته راستانه شي  او ددوې د تجربو نه په هیواد کې  ګټه پورته شي  خو تریخ حقیقت  دادی چې  ډیری  دا کسان  هیواد ته نه راستنیږي  او که راستون هم  شي د هغه نه کوم خیر  نشو کولای.

که چیرې  دا هیوادونه  ددې مسلې په اړه  ډیر لنډ تحقیقات هم  ترسره کړي  دا تریخ  حقیقت به ټولو ته په ډاګه شي.

د یادولو وړ ده چې  د یو زیات شمیر  ختیځو هیوادونو محصلین، څیړونکي  او په ځانګړې توګه  ټولنیزو علومو  په برخو کې   کسان  چې  د زده کړو په خاطر  لویدیځې نړۍ ته  استول کیږي پر ځای ددې چې د هغه هیوادونو  په اړه  څه زده کړي  ډیر د خپلو هیوادونو په اړه  په زده کړو پیل کوي. پروفیسور  قدرت  وايي کله چې  لویدیځ  ته لاړ شم  او هلته  محصلینو  ، اکاډمیسنانو او یا څیړونکې سره  خبرې وکړم  په واقعیت سره  چې ددې ډول خبرو په اوریدو سره  ډیر زیات خواشینی کیږم.

لکه څرنګه چې مونږ  د خپرونې په پیل کې وویل چې  نن ورځ  لویدیځوال  ختیځ پیژندونکي  یا اورینتالیستان د  د خپلو تحقیقاتو په خاطر ختیځو سیمو ته  راتلو ته اړتیا نلري. ځکه  چې  ختیځ نه یو زیات شمیر  زده کوونکي، محصلین، څیړونکي  او اکاډیمسنان  پر ځای ددې چې د هغو هیوادونو نه څه زده کړي او خپلو هیوادونو ته يي راانتقال کړي  د خپلو هیوادونو معلومات  هغوې ته  تقدیموي. دوی په اصل کې  د خپل وطن  د پیسو او  مصارفاتو سره  هغوې ته  خدمت کوي.

همداشان  کله  چې دوی  فارغ شي او بیرته هیواد ته هم  راستانه شي  دوی  د هیواد په درد  نه دوا کیږي. دوی  لا زیات  د هیواد  د اوږد  په بار  بدلیږي. دوی  په اصل کې  د لویديځ  لپاره  تخصص ترلاسه کوي.

د مثال په توګه  ترکیې د څه باندې  ۲۰۰ کلونو راهیسې  لویديځ ته د استولو کسانو  په منځ کې له بده مرغه چې د امریکا، فرانسې، جرمني  او نورو هیوادونو په اړه  د متخصصینو  شمیره  ډیره  زیاته کمه او محدوده  ده  خو  د ترکیې په پیسو  او مرستو روزل شوو  پخپله د ترکیې متخصصینو  چې  د ترکیې په بخش کې تخصص کړی شمیره  ډیره زیاته ده.

پداسې حال کې چې مونږ په ترکیه کې  د لویدیځ په اړه  متخصصینو په پیدا کولو  کې د ډیرو ستونزو سره  مخ  یو  خو  د ترکیې په اړه د متخصصین  دومره ډیر دي چې  ترکیه خو څه کوې چې د لویدیځ په هرې راډیو، تلویزیون ، ورځپاڼه  او حتا انټرنټي  سایټونو کې  په ډیرې اسانۍ سره  ښکاره کیږي.

نن ورځ  زمونږ  د هیوادونو  ډیری  متخصصین  چې  لویدیځ ته استول کیږي  ټول  د خپلو هیوادونو  د بشري حقونو، د بشري حقونو نه په د سرغړونو، قومي ستونزو، لږه کیو مسلو، ستراتیژیکو مسلو، دیني غورځنګونو  په څیر  په مسلو کې  تخصص او زده کړې کوي چې د همدې امله  دوی په روغ لاس  اورینتالستو ته  خپل معلومات  تقدیموي.

مونږ  پخپله  هغوې ته  هر څه اسانه کړي دي. که چیرې  یو اورینتالست  د ختیځ په اړه  وغواړي چې  تحقیقات وکړي  هغه باید لومړی  د هغه هیواد ژبه زده کړي، د ټولنو حساسیتونه  او توپیرونه زده کړي، د یوې مسلې  د ارزونې په خاطر باید ډیر زیات وخت  په مصرف ورسوي چې ددې ټولو په خاطر باید ډیرې پيسې په مصرف ورسوي. خو  نن ورځ  اورینتالستان  دا ټول  په وړیا توګه  زمونږ  نه  ترلاسه کوي.

د ویلو ده چې د خپلو هیوادونو په پيسو  او بودیجو  لویدیځ ته  استول شوي کسان  د لویدیځ  د اړتیا وړ په متخصصینو بدلیدل  دا په اصل کې د هغوې  هوښیاري  ده. دا په اصل کې  د هغوې د ډیر زیات ذکاوت  ښکارندويي کوي.

ښه دلته پوښتنه پیدا کیږي چې آیا  دلته  ددې ستونزې  اصلي لامل  همدا  لویدیځ هیوادونه دي  او که  نه  مونږ هم  مسئولیت  لرو. دا چې مونږ  څه ډول  پخپله په اورینتالیستانو بدل شوي پدې اړه به په راتلوونکې خپرونې کې  بحث وکړو .     

 

 



اړوند خبرونه