د ترکیې نړۍوال لیدلوری

د ترکیې نړۍوال لیدلوری

د ترکیې نړۍوال لیدلوری

 

د تیرو څو اونیو راهیسې په فرانسه کې پیل شوې  د زیړو واسکټلرونکو  مظاهرې د اروپا نورو هیوادونو ته هم  غځیدلي دي . د نوموړو مظاهرو په دوران کې  یو زیات شمیر دوکانونه او مارکیټونه لوټ شوي  او ګڼ شمیر  موټرې او دوکانونه سوځول شوي دي. ددې مظاهرو په ترڅ کې  چې  مرګ ژوبله هم اوښتې ده یواځې د فرانسې د رسمي ادارو  د معلوماتو له مخې تیره اونۍ  په سلګونو تنه مظاهره کوونکي  ټپيان شوي او په زرګونو تنه نور د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

د انقرې د ییلدرم بایزید د پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

په اروپا کې څه روان دي؟ لکه څرنګه چې په پخوانیو  خپرونو کې مو یادونه کړې وه په اروپا کې د دویمې نړۍوالې جګړې نه د مخکې په څیر  دورې پر لورې روانه ده. په اروپا کې د کډوالو، بهرنیانو، اسلام او یهودانو پر وړاندې  غبرګونونه  د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په ډیریدو  دي. ددې بریدونو او غبرګونو اصلي لامل  په خاطر باید لا ژور تحقیقات  ترسره شي.

که چیرې مسلې ته ځیر شو  اصلي موضوع  د ګډوالو نده. اروپا نن ورځ  په اصل کې  خپلې اصلي  ستونزې  په کډوالو او مسلمانانو  د تورونو د لګولو سره  پټول غواړي. اروپا  نن ورځ  پدې اړه  لا تصمیم ندی نیولی  چې  ایا  د اروپا راتلوونکي ته  باید د اوسنۍ اروپا په څیر  یعنې ارزښتونو د پاسه د جوړې شوې  او که  په سیاسي جینیتک کې موجود  فاشیزم  او نازیزم  ته  تسلیم  شوې  یوې اروپا شکل  ورکړي.

مونږ ویلي وو که چیرې  په اروپا کې ازادي غوښتونکي  خلک  خپل غږ اوچت نکړي  اروپا  د فاشیزم او نازیزم  پر لورې روانه ده.  سبا به  وخت له وخته  تیر وي.

که چیرې  د فرانسې  روانو  مظاهرو او ستونزو ته  ځیر شو  دا پخپله  مونږ  ښايي چې  پدې هیواد کې  د کډوالو او بهرنیانو دښمني، د هغوې پر خلاف نفرت او کینه  په یو عادي مسلې د بدلیدو  اصلي سبب اصلي سرچینه په اروپا کې داخلي  ستونزې دي.

تاسې وګورۍ  نن ورځ په فرانسه کې  زیړ واسکټ لرونکي  د کډوالو پر خلاف  مظاهرې نکوي. همداشان  زیړ واسکټ لرونکي کډوال هم  ندي. ددې مظاهرو اصلي  لامل  د نړۍوالې کیدو د بهیر نه په کافي توګه  د استفادې نه کول ، اقتصادي مشکلات  او د فرانسې د خلکو د ژوند  شرایط  د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په خرابیدل دي. د فرانسې خلکو پخوانۍ رفاح او هوساینه  د لاسه ورکړې ده . خو دا خبره  یواځې په فرانسه کې نه چې د نورو  اروپايي هیوادونو لپاره هم  یو ګواښ  دی. نن ورځ  د نړۍوالي کیدو د بهیر له امله  په ډیره ښه توګه استفاده کوونکو چې اقتصادونه يي ډیرې ښې سویې ته رارسیدلي دي  او نړۍوال پرمختګونو  په فرانسه کې نه بلکې په یو زیات شمیر نورو اروپايي هیوادونو کې هم  حکومتونه  د ګواښونو سره  مخامخ کړي دي.

د نوموړو پيښو اړوند د مطبوعاتو  رول:

لکه څرنګه چې پوهیږۍ په استانبول کې  د ګیزي پارک  د پيښو پر مهال  د ټولې لویدیځې نړۍ  مطبوعاتو  په استانبول کې  کمپونه  جوړ کړي وو. پرته د ځنډه  په دوامداره  توګه به يي  د استانبول نه  ژوندي نشرات  کول. مظاهره کوونکي  ټولۍ نړۍ ته  د ملي او نړۍوالو اتلانو په توګه معرفي کول. دا خبره چا هیره کړې نده.

د سور دسمال لرونکې  نجلۍ  او ولاړ  سړی  چې د مظاهرو  د سمبولونو په توګه نړۍ ته  معرفي کیدل  مونږ هیر کړي ندي. نړۍوالو مطبوعاتو به په ډیر مغرضانه توګه  تصویرونه خپرول  او په ترکیې به يي  په بشري حقونو  تورنوله.

د پاریس  په مظاهرو کې د زیړو واسکټ لرونکو د مظاهرو یو زیات شمیر تصویرونه او فلمونه هم  خپاره شول. د فرانسې  پولیسو د لیسې  زده کوونکي چې په مظاهرو کې د ګډون له امله په ګونډو کړي ول  او د هغوې د وهلو او ډوبولو  فلمونه هم  خپاره شول خو له بده مرغه چې نړۍوالو او په ځانګړې توګه  لویدیځوالو  مطبوعاتو  د ذرې په اندازه  هم  غبرګون ونه ښود  او  حتا  یادونه يي هم  ترینه ونکړه.

ښه  دلته  پوښتنه پیدا کیږي چې  زیړواسکټ لرونکې  څه غواړي؟

زیړواسکټ لرونکي  مظاهره کوونکي  د یو سیاسي  ګوند د پروګرام  په څیر  خپلې غوښتنې په ۴۲ مادو کې  اعلان کړي دي. دا غوښتنې  یواځې  د تیلو په قیمتونو کې  د افزدوۍ  په اړه ندي.پدې لست کې  ډیرې نورې غوښتنې هم شتون لري.

مظاهره کوونکو  پدې لست کې  د حکومت نه  د تیلو د قیمت د راټیټولو نه نیولې د مالیې د راټيولو، د کاري شرایطو د ښه کولو نه نیولې د کډوالو پر خلاف د مهمو ګامونو د اوچتولو، د ټولټاکنو په قانون کې د اصلاحاتو نه نیولې  د ولسمشر د دندې موده  ۷ کلونو ته د رسولو پورې  یو زیات شمیر  غوښتنې کړي دي. که چیرې دې غوښتنو ته  دقت وکړو  یو سیاسي ګوند  په خپل پروګرام کې پدې اندازه  مادو ته  ځای نشي ورکولې. خو مظاهره کوونکو  د غوښتنو په لست کې  د سیاست نه نیولې اجتماعي، اداري او اقتصادي برخو کې  یو زیات شمیر غوښتنې  کتار کړي دي.

خو  داسې ښکاري چې دا خلک  په فرانسه کې موجوده واکمني د رایو په صندقونو کې نه  بلکې په سړکونو کې د مظاهرو سره  بدول غواړي.

پرته  د شکه چې  په ډیموکراتیک  ډول  سره  غبرګون او مظاهره  د هر چا مسلم  حق  دی. په ډیموکراتیکو ټولنو کې هر ډول غوښتنې  په ډیره  ازاده توګه  بیانیدلی شي. د خپلو غوښتنو په خاطر  کولی شي چې د سوله ایزو مظاهرو او لاریونو نه کار واخلي. ددې لارو څخه  اقتدار  ټاکنو ته  هم  اړ کولی شي.

البته چې  د سوله ایزو او ډیموکراتیکو مظاهرو او لاریونو پر وړاندې  د شدت او زورزیاتي نه کار  اخیستل  ښکاره  جرم  دی. خو ددې ټولو سره سره  په دیموکراتیکو هیوادونو کې  د واکنیو  او اقتدارونو  د بدولو لارې هم  معلومې دي. په دیموکراتیکو  ټولنو کې  د  واکمنيو او اقتدارونو  د بدلولو یواځنۍ لار  د رایو صندوقونه دي.

د مظاهره کوونکو لخوا ددې په بهانه چې  غوښتنې ندي منل شوي  د چور او چپاول کول، د نورو او بیت المال  مالونو  لوټول  اوسوځول ، معصومو او بې ګناه انسانانو ته  مالي او زیاني زیان  رسولو د لارو  څخه  د واکمنیو د پرزولو هڅه  پرته ددې چې په هیواد کې انارشۍ  او فاشیزم  ته  لار هواره کړي بله کومه ګټه نلري.

د همدې امله  سره ددې چې پدې وختونو کې په اروپا کې په ډیری هیوادونو کې په ټولټاکنو کې  واکمني  فاشیستانو  لاس  ته ورغلې ده   خو ددې سره سره  دا چې  د روانو مظاهرو  لمن به تر کومه ځای رسیږي  دا نامعلومه ده.

د بده مرغه چې  د فرانسې  روانې مظاهرې  د پایلو له پلوه  د فرانسې سربیره  بشریت ته  ډیر ستر زیانونه  اړولي دي.

همداشان  د فرانسې انقلاب چې  د ازادۍ، مساواتو او ورورولۍ  تر شعارونو لاندې  ترسره شوی وو  د بشریت په تاریخ کې پکې تر ټولو ستر قتل عامونه  او نسل وژنې  شوې وې. د هغه انقلاب سره  رامنځته شوي  مفکورې  نن ورځ هم  نړۍ د سختو ګواښونو سره مخامخ کړې ده .

نوموړي پدې ښه پوهیږي چې  د ازادۍ  او ملي ګرايي په بهانه  انسانان  د نوو هویتونو او دولتونو سره پارچه پارچه کول  هغوې ته لا په اسانه توګه د هغوې د اداره کولو  زمینه برابروي.

لکه څرنګه چې ټول پوهیږي  د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو  خونړۍ جګړې، قتل عامونه او بې رحمه  اعدامونه  د فرانسې د روند اندو د انقلاب  په دوره کې رامنځته شوي دي . دوی  د دین، اخلاق، خدای ، عرف او عادت  ټول هغه  شیان  چې  ددوې په مقابل کې محدویتونه  رامنځته کړي وو   یو پلو ته پریښې وو  چې دا پخپله  مونږ ته  د روند اندو د انقلاب  اصلي څیره  په ډاګه کوي. نن ورځ  ټول بشريت  د انسانانو په جینونو  کې د بدلون راوستو په اړه  او د ګوډۍ  په څیر د انسانانو  د جوړولو په اړه اندیښمن دي. ویل کیږي  که چیرې دا بهیر په همدې شان  دوام  ومومي  دا به بشریت ته  د پای ټکی کیږدي . ځکه چې  دا ډول انسانان بیا د انساني عقل ته اړتیا  نلري. څوک چې څه ډول  نڅوي  په هغه ډول ګډیږي.

د نړۍ یو تن نامتو فرانسوي لیکوال  ادموند بورکي  د لارو او سړکانو  د مظاهرو او غورځنګونو سره  د مشروع اقتدار د پرزولو د وژونکو  پایلو په اړه د فرانسې د انقلاب  پر مهال  د( انقلاب په اړه  فکرونه ) په کتاب کې په ډیره  واضحه توګه  بحث  کړی دی.

همداشان  د ترکیې نامتو لیکوال برات اوزایپک  ویلي دي چې  فرانسوي لیکوال  دا کتاب پداسې حال کې لیکلی وو چې په فرانسه کې انقلاب  روان وو. هغه  پداسې حال کې د انقلاب د وخیمو پایلو نه یادونه کړې وه چې  ژکوبیان  واکمنۍ ته  نه وو رسیدلي. د ازادۍ، ورورولۍ او مساواتو قاعدې  په وینو لړل شوې نوې. د پاچا  او ملکې په ګډون د خاندان غړي، دیني عالمان  او حتا  عام وګړي  په بې رحمانه  توګه اعدام  شوي نه وو.

د روبیسپیر لخوا  دولتي ترهګري نوه ترسره شوې. هغه خپل  دولتي واکمنۍ سره  خپل رقیبان یو یو  له منځه وړي نه وو. هغه  ددې اعدامونو نه وروسته ځان هم  اعدام کړی نه وو.

نن ورځ  یو ځل بیا داسې ښکاري چې  د فرانسې نه  بې قانوني  څپې د نړۍ پر لورې د خوریدو په حال کې دي.

دا بې قانوني حرکتونه  په سر کې  لویدیځو هیوادونو او ټولې نړۍ ته  ډیر سخت زیان  رسولی شي.

هو که چیرې  د فرانسې په څیر پيښې په ترکیه او یا په بل کوم هیواد کې رامنځته شوي وې او د پولیسو لخوا ورسره داډول چلند شوی وې  لویدیځه نړۍ به مظاهره کوونکي  قهرمانان  او دولتونه به يي د خلکو او ازادیو دښمنان  معرفي کړی وې.

خو ددې ټولو سره  سره  مونږ  ددوې پدې حالت شکر نه باسو. زمونږ  عقیده  او تاریخ  دیته  اجازه نه راکوي  چې  ووایو چې ډیر ښه شوي دي. مونږ  ددوې ددې بد  نظر  او کینو او نفرت سره سره  بیا هم  پدې هیوادونو کې د سولې او ثبات غوښتنه کوو. لویدیځه نړۍ  او بشریت باید  پدې خبره  لږ  سوچ وکړي.



اړوند خبرونه