د علي عزت بیګویچ ژوند ته لنډه کتنه

پدې خپرونه کې د بوسنیا هرزګوینا  د افسانوي  مشر  علي عزت بیګویچ د ژوند په اړه لنډ بحث کوو.

1075690
د علي عزت بیګویچ  ژوند ته لنډه کتنه

 

پدې خپرونه کې د بوسنیا هرزګوینا  د افسانوي  مشر  علي عزت بیګویچ د ژوند په اړه لنډ بحث کوو.

شلمه  پیړۍ  په ځانګړې توګه د مسلمانانو د ځپل کیدو، اسلامي هیوادونه او کلي یو د بل پسې د اشغالیدو، د وژنو، فشارونو، بدماشۍ، زورزیاتي  او یو زیات شمیر ظلمونو د ډولو پیړۍ ده.

علي عزت بیګویچ بیا  پداسې  یوه  توره  پیړۍ کې  د مدنیت د ټولو ښکلاګانو، د واورو او کنګلونو د لاندې نه د راوتلي یو نایابه  ګل په څیر  بشریت ته تقدیم  شوی  یو ډیر  ښکلی  شخصیت دی.

عزت بیګویچ  یو داسې  مشر  او لیډر دی چې خپل ټول ژوند يي  د اسلام، ستونزو د حل  ، خیر او ښې ګڼو ته  وقف کړی وو.

د ځوانۍ په لومړنیو کلونو کې  د لومړي ځل لپاره د زندان شپې:

علي عزت بیګویچ  د ترکیې د استانبول د ښار د اوسکودار د ولسوالۍ اوسیدونکې د صادقه بي بي  لمسی  او په ۱۹۲۵ میلادي کال کې زیږیدلی دی. د ویلو ده چې  د علي عزت بیګویچ نیکه  هم  علي عزب بیګویچ  نومیده چې په استانبول کې  د عسکرۍ د دورې پر مهال  د صادقه بي بي سره  د پیژندګلوي نه وروسته  واده وکړ.

علي عزب بیګویچ به تل ویل چې  د استانبول  تر ټولو د تاریخي  او ښکلې سیمې  اوسکودار  د سیمې په اړه  یو عجیب  احساس  لرم. هغه به ویل چې ددې سیمې د ارامش، پخوالي  او ظرافت  په نړۍ کې ساری نلري.

د ویلو ده چې  عزت بیګویچ  په  نړۍ  تر ټولو  د ستونزمندې  تاریخي  دورې پر مهال  زیږیدلی او ځواني هم  پدې کلونو کې  تیر شوی دی. د لومړنۍ او دویمې نړۍوالو جګړو په کلونو کې .

د ویلو ده چې دا کلونه  د ټولو  د ټولو  مسلمانانو لپاره  او په ځانګړې توګه  د بالکان مسلمانانو لپاره تر ټولو  ستونزمند پر مشقت  او بې رحمه  کلونه وو.

د دویمې نړۍوالې جګړې ګټوونکي لویدیځ  د ستالین  تر کنټرول لاندې  کمونیزم روسیې سربیره  د هغوې له منځه د راوتلي  فاشیزم  او نازیزم  ته هم  ستره ماتې ورکړه.

پداسې  یو حساس وخت کې چې  عثماني دولت  د ماتې سره  مخامخ شو  او ددې سره   یو ځای په ځانګړې توګه په بالکان کې  د ۲۰۰ کلونو راهیسې  اسلام د یو بدیل نه  وتلی وو علي عزت بیګویچ  د لیسې په وروستیو کلونو کې د خپلو ملګرو سره  یو ځای  د ملادي یا ځوانو مسلمانانو غورځنګ  پیل کړ. نوموړو  د مدني ټولنو او غورځنګ  سره  د یو پلو نه  ددې مدني ټولنو  او غورځنګ  د غړیو ترمنځه  د اسلامي شعور د قوي کولو  هڅه کوله او د بله پلوه د جګړه ځپلو  په ټپونو  د پټویو  په لګولو هڅه کوله.

البته  چې د علي عزت بیګویچ   دې  هلو ځلو ته   په جغرافیه کې  د حاکم کمونیزم  او اتایزم  رژیمونو لخوا  په ښه سترګه نه کتل کیدل.

علي عزت بیګویچ  د ځوانۍ په لومړنیو کلونو کې  په پنځو کلونو بند  محکوم کړی شو.

د ختیځ او لویدیځ ترمنځه  علي عزت بیګویچ :

علي عزت بیګویچ  له زندان  نه د خوشې کیدو نه وروسته د خپلو خلکو او مسلمانانو لپاره ګټورو  چارو ته دوام  ورکړ. عزت بیګویچ  له یو پلو نه  د ژوند ورځنۍ چارې پر مخ وړلې  او د بله پلوه به يي د سیمې د روانو ستونزو د حل  په خاطر هلې ځلې کولې.

د ویلو ده چې  د ختیځ او لویدیځ ترمنځه اسلام  تر نامه  لاندې  د خپل پروګرام  او چارو سره د خپل  اسلامي  مفکورې سره  هم په ختیځ او هم  په لویدیځ  نیوکې کړي دي.

په اصل کې  نوموړي  په ختیځ  او لویدیځ  د ګډ ژوند کولو  غږ کړی دی. هغه په لویدیځ  کې  مثبت پرمختګونه  تل  تقدیر  کړي  او په منفي  اړخونو يي ورته  تل  نیوکې کړي دي.

هغه  به ویل کله چې  زه  وغواړم  اروپا ته  لاړ شم  نه غواړم  چې په ټیټ سر لاړم  ځکه چې ما  ښځې، ماشومان  او سپین ږیري ندي وژلي. مونږ په هیڅ کوم  سپڅلي  مکان  برید ندی کړی. خو له بده مرغه چې  دوې دا ټول کړي دي. او حتا  د لویدیځ تر مدنیت  په نامه  د لویدیځ  تر سترګو وړاندې .

علي عزت بیګویچ  له نظره  د اسلامي نړۍ  تر ټولو  ستره  ستونزه  نفاق، بې سوداي  او د وینا او عمل ترمنځه جدي توپیر دی.

علي وايي چې  اسلام  زما  لپاره  د هر ښکلي   او اصیل  شي  نوم  دی. په اصل کې د هغه  دا وینا   د مسلمانانو لپاره  په اصل کې د خپل اصلیت  ته  د توجه کولو  غږ دی.

هو  دا حقیقت  دی  چې  اسلام  د مځکې پر سر  تر ټولو  ښه  شی  دی  خو د افسوس خبره داده  چې  مونږ  ښه نه یو.

مونږ  همیشه  دوه خبرې د یو بل سره  ګډو. خو  حل لاره  يي هم  موجوده ده. وايی چې د مځکې په سر د ښوونکي  کیدو لپاره باید  د اسمان  زده کوونکي شو.

د جګړې کلونه:

د ویلو ده چې د بالکان  د سیمې  د ټوټه ټوټه  کیدو نه  مخکې  عزت بیګویچ  د اسلام اعلامیې  په نامه  د کتاب  سره  یو ځل بیا  زنداني شو . هغه په ۱۴ کلونو بند محکومیږي. د پنځو کلونو بند نه وروسته  په ۱۹۸۸ کال کې  له بنده  خوشې شو.

غزت بیګویچ  په ۱۹۹۰ کلونو کې د ډیموکراتیک عمل  ګوند جوړ کړ.

عزت بیګویچ  په بوسنیا هرزګوینا کې  په ټاکنو کې  د لومړني ولسمشر په توګه وټاکل شو. همداشان  بوسنیا هرزګوینا  په ۱۹۹۲ کال کې د یوګوسلاویا نه  خپلواکي  ترلاسه کړه. لویدیځې نړۍ  چې  کروشیا او سلوانیا  د خپلواکۍ په مبارزه کې ملاتړ کړی وو  خو  د تل په څیر  دوه مخۍ سره  د سربستان لخوا په بوسنیا  د بریدونو  په برخه کې  بوسنیا  یواځې  پریښود. ددې په پایله کې په سلګونو زره تنو ژوند  د لاسه ورکړ، ټپیان شول  او په زور  کډوالۍ ته  مجبور کړی شول.

د ویلو ده چې  بوسنیا په شلمه پیړۍ کې  د چا خبره  د ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه  د اروپا د سترګو پر وړاندې  په عام وژنې  محکوم کړی شو.

علي عزت بیګویچ  د  بوسنیا  د جګړې  پر مهال  د نړۍ  تر ټولو په مشهورې څیرې  بدل شو.

هغه  د ټولو  ستونزو، فقر، بې وزلۍ، محاصرو  او فشارونو سره سره  د یو مسلمان  او اسلامي مقامت نه لاس وانخیست. هغه  خپل  عزم  او اراده  ټولې نړۍ ته  ښکاره کړه.

هغه  تل  د بوسنیا د خلکو  عصیان  او  د انتقام  نعرو ته  معقول  ځواب ورکړی دی. د سربیانو لخوا  د بوسنیایی ښځو ، ماشومانو  او سپین ږیرو د وژنې  له امله  د انتقام  نعرو ته يی د عدالت  ځواب ورکړی دی.

هغه به تل ویل چې  سربان  زمونږ ښوونکي ندي. مونږ  په جګړه کې نه  که چیرې  د سربیانو  پر خلاف  دښمني  وکړو  هلته  د ماتې سره  مخامخیږو.

علي عزت بیګویچ  د جګړې پر مهال  د یو تن الماني خبریال  ددې پوښتنې په ځواب کې چې  تاسې پدې اندازه  د ظلم  سره سره  ولې د انتقام  امر ورنکړ. ددې خبرې  اصلي لامل  لویدیځ مدنیت دی او که اسلامي  مفکوره  ده. اسلامي مفکوره. په هغه کتاب چې  زه  باور لرم  هغه ماته د انتقام  اجازه نه راکوي.

هغه وویل که چیرې په بوسنیا کې  د علي عزت بیګویچ  اهداف په کافي توګه عملي شوي نوي دا د هغه په اهدافو کې کمي  او کاستي نده  بلکې دا د امریکا په مشرۍ په مدرنه نړۍ کې  د اروپا په منځ کې  یو اسلامي دولت  او ټولنې  ته پدې اندازه  اجازه ورکول  او زغمل  دي.

میراث :

عزت بیګویچ  یوه ډیره  مهمه  خبره ده چې وايي. لویدیځ داسې  ګمان کوي چې  مونږ يي په تورو خاورو کې خښ کړي یو  خو پدې نه پوهیږي  چې  مونږ  په اصل کې تخم  یو. عزب بیګویچ  په اصل کې دا خبره  د بالکان  لپاره کړې وه. خو  دا خبره  په اصل کې  ډیره  ژوره معنا لري. دا د مسلمانانو حقیقت  په ډاګه کوي. دا  د مسلمانانو د تیرو ۲۰۰ کلونو  کیسه  ټولو ته په ډاګه کوي.

له بده  مرغه  چې  په تیرو ۲۰۰ کلونو کې  د خاورو لاندې  شوي  تخم  نه  د عزت بیګویچ په څیر  مشران  ډیر ندي زیږیدلي .

د ویلو ده چې په تیرو خپرونو کې مونږ  د لویديځ  په اړه  د مسلمانو د دریځ  په اړه بحث کړی وو. مونږ  تسلیم شوو، ردونکو ته نه بلکې  د حقیقت  لیدونکو  مشرانو ته  اړتیا لرو. معتدلو  مشرانو ته  اړتیا لرو.

د ویلو ده چې  علي عزت بیګویچ، سید حلیم پاشا، علامه اقبال، عاکف او رشید الغنوشي  په څیر  مشران  اسلام ته د خدمت  او د ورکړو پیغامونو سره  نادر مشران  دي.

د ویلو ده چې  علي عزت بیګویچ  ددې ټولو  ظلمونو، دردونو ، ناخوالو او شنکجو سره سره  د خپلې لارې  ، اسلامي لارښونې  او عدالت تامینولو د هدف نه  لاس په سر نشو. دا ډول مشران په نړۍ کې ډیر کم  پیدا کیږي.

  



اړوند خبرونه