په عراق کې وروستیو پرمختګونو ته لنډه کتنه
په عراق کې د ټولټاکنو نه ۴ میاشتې تیریږي خو تر اوسه پورې حکومت ندی جوړ شوی
لکه څرنګه چې پوهیږۍ په عراق کې د ټولټاکنو نه پوره ۴ میاشتې تیریږي خو تر اوسه پورې پدې هیواد کې حکومت جوړ شوی ندی. په عراق کې سیاسي ګوندونه د ائتلافي حکومت د جوړولو په خاطر هلې ځلې کوي.
د ویلو ده چې د عراق په ټولټاکنو کې تر ټولو نه د ډیرو رایو ګټوونکي د مقتدا الصدر په مشرۍ غورځنګ د حکومت د جوړولو په خاطر ډیر مهم ګامونه اوچت کړي دي.
په عراق کې د مقتدا الصدر په مشرۍ د غورځنګ ، د لومړي وزیر حیدر العبادي په مشرۍ د نصر، د امار حکیم به مشرۍ د حکمت او د ایاز علاوې په مشرۍ د وطنیه ګوندونو سره ایتلاف وکړ. ځیني نور سني او کردي ګوندونه هم ددې ائتلاف سره یو ځای شول.
خو له بده مرغه چې د عراق د پارلمان په عمومي مجلس کې د نصاب د نه پوره کیدو له امله د حکومت د جوړولو چارې وځنډیږي .
د بله پلوه د عراق د پخواني لومړي وزیر نوري المالکي په مشرۍ د قانوني دولت ائتلاف او هادي عامري په مشرۍ د فتح مشرۍ ائتلاف د ائتلاف د جوړولو نه خبر ورکړ.
د عراق د اساسي قانون له مخې تر ټولو لوی ائتلاف ته د حکومت د جوړولو دنده ورکول کیږي. د همدې امله داسې ښکاري چې د حکومت د جوړولو دنده د مقتدا الصدر په مشرۍ ائتلاف ته ورکړل شي.
د ترکیې د سیاست، اقتصادي او ټولنیزو څیړونو وقف لیکوال او څیړونکي جان اجون د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
د عراق د اساسي قانون له مخې د نوي حکومت د جوړولو په خاطر د ولسي جرګې په لومړنۍ غونډه کې باید په لومړنۍ عمومي غونډه کې د سني ډلو نه د ولسي جرګې مشر وټاکل شي.
د ویلو ده چې د عراق ولسي جرګې تر اوسه پورې خپل مشر هم ندی ټاکلی. د عراق د پارلمان د مشرۍ لپاره د الانبار د ولایت پخوانی والي محمد الحلبوسي، د ولسمشر مرستیال اسامه النجفي، محمد تمیم، رشید الازاوي، احمد جبوري او طلال الزبوري نوماندان دي.
د بله پلوه د عراق د پارلمان تر ټولو دوه لوی کوردي ګوندونو د کوردستان دیموکراټ ګوند او د کوردستان وطندوستو یووالي ټولنې دا بهیر بایکاټ کړ او په غونډو کې د ګډون نه ډډه وکړه.
د ویلو ده چې په عراق کې د حکومت د جوړولو په مسله کې داخلي او کورني تاثیرات هم ډیر زیات دي. د ویلو ده چې په عراق کې د سیاسي ، مذهبي، قومي تغیراتو سربیره د امریکا او ایران ترمنځه رقابت سیاسي بهیر د ډول ډول خنډونو سره مخامخ کړی دی.
د ویلو ده چې د عراق په سیاست کې نور المالکي او د حشد الشعبي ډله چې د ایران کلک ملاتړ ترشا لري ډیرې زیاتې اغیزې لري. همداشان حشد الشعبي په عراق کې د سیاسي اغیزو سربیره پوځي اغیزې هم لري.
د ویلو ده چې ایران په لبنان کې د حزب الله په څیر په عراق کې خپل راتلوونکی د ضمانت لاندې د نیولو په خاطر هڅه کوي.
د بله پلوه امریکا متحده ایالتونه په عراق کې د ایران د نفوذ د مخنیوي هڅه کوي.
د داعش پر خلاف د امریکا د مبارزې ځانګړي استازي بریت مک ګورک د عراق د نوي حکومت د جوړولو په خاطر د ټولو سیاسي ګوندونو سره مذاکراتو ته دوام ورکوي.
د امریکا ځانګړي استازي د عراق د پارلمان دوه لوی کورد ګوندونه د هغه ګوندونو سره چې د ایران ملاتړ تر شا لري په ایتلاف کې د ګډون نه لاس په سر کړل.
امریکا متحده ایالتونه د یو پلو نه د ایران پلوه ګوندونو سره د کورد ګوندونو د ګډ حکومت د جوړولو مخه نیسي او د بله پلوه بیا د متقدا الصدر، حیدر العبادي، عامر حکیم او ایاز علاوي په مشرۍ د ایتلاف نه ملاتړ کوي. خو یواځې مقتدا الصدر ته هم دا ښايي چې د امریکا په اړه د هغوې د مخالفت او مخالفو څرګندونو په اړه بې تفاوته ندی.
د ویلو ده چې په عراق کې د حکومت جوړول د ترکیې او د ترکیې لخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په خاطر هم ځانګړی اهمیت لري. ترکیه د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي. ترکېې د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د تګ راتګ ټولې لارې تر کنټرول لاندې نیولي دي. ټولې نقطې د کلک کنټرول لاندې نیولي دي.
ترکېې ځانګړو ځواکونو د عراق په شمال کې د سینجار په سیمه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې ته ډیر ستر ګوزارونه ورکړي دي.
ترکیې پدې سیمه کې د پ ک ک اکثره مشران د استخباراتو، وسله وال پوځ او بې پیلوټه الوتکو په مرسته یو یو له منځه یوړل. .
د همدې امله په عراق کې هر څه ژر د حکومت جوړیدل د ترکیې لپاره ځانګړې اهمیت لري.
په عراق کې د نوي حکومت د جوړیدو سره سم ترکیه غواړي چې د نوموړي هیواد سره د ډیپلوماتیکو مذاکراتو په پایله کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ساحه نوره هم پراخه کړي.
همداشان ترکیه غواړي چې د ترکیې په نوي حکومت د پ ک ک ترهګرې ډلې د مالي سرچینو د وچولو او په سینجار کې د ټولو ساختارونو د لمنځه وړو په خاطر فشار راوړي.