د هندوستان مسلمانان :

د هندوستان مسلمانان :

1043552
د هندوستان مسلمانان :

 

د ټولنیزو علومو  متخصص داوید هاروي د پوست مدرنیزم حالات  په نامه په کتاب کې  د موجودې  پيړۍ نه  د زمان او مکان  د تنګیدو  په توګه یادونه کړې ده . هغه ویلي دي د نړۍوالي کیدو د بهیر سره  ټول پدې فکر دي چې نړۍ په یو کوچني کلي یا قصبې  بدله شوې ده  خو  داسې نده. دې بهیر لکه څرنګه چې  ډیر لرې لرې  نږدې کړي دي همداشان  ډیر نږدې يي  د یو بل نه لرې کړي دي.

یو زیات شمیر  ټولنې چې د یو بل سره  ګډ تاریخي  ارزښتونه لرل  د یو بل نه ډیر لرې کړي دي. د چا خبره  یو بل يي هیر کړي دي.

په ننۍ خپرونه کې  د هندوستان د مسلمانانو په اړه  بحث کوو. د ویلو ده  چې نن ورځ  هندوستان مونږ ته د ټولنیز پلوه  د مکسیکو په څیر  لرې شوی دی. دلته  پوښتنه پیدا کیږي چې ایا  هندوستان  د تاریخ په اوږدو کې  زمونږ  سره  په همدې واټن کې  قرار درلود؟

د انقرې د ییلدرم بایزید د پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس  پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د ویلو ده  چې  په هندوستان، پاکستان او بنګلادیش کې  د اسلام تاریخ  او دې سیمو ته د اسلام راتګ  د حضرت عمر رض د خلافت  دورې پورې غځیږي. دې سیمو ته  د حضرت عمر رض  د خلافت په دوران کې اسلام  دین راوړل شو.

پروفیسور  ډاکټر بلبل وايي چې تیره اوونۍ  د ترکیې غږ راډیو د ترکي څانګې  د چشم جهان  په خپرونه کې  د هندوستان د نوې ډیلۍ  د مشرق سنټر د تحقیقاتي مرکز مشر  او د انقرې د ییلدرم بایزید په پوهنتون کې  میلمه استاد  ډاکټر عمر اناس  سره  هندوستان ته  د اسلام  د راتګ په اړه  بحث کړی وو. هغوې  وویل چې هندوستان ته  اسلام د دریو لارو څخه  راغلی دی. لومړی د اندونیزیا په څیر د هیوادونو  د تجارانو  له لارې.

د ویلو ده چې  مسلمان تجارانو  چې  د تجارت او راکړې ورکړې په چارو کې  به يي ډیر به صادقانه  چلند کولو  او د ټولو اعتماد  يي  ترلاسه کړی وو  د اسلام د نشر په برخه کې ډیر مهم  رول  درلود.

دویم  د منځنۍ اسیا نه  هندوستان ته  راغلو صوفیانو د اسلام د نشر په برخه کې ډیر مهم  رول درلودلی دی. په ځانګړې توګه مولانا جلال الدین بلخي رومي  په سیمه کې ډیر ښه پیژندل شوی  صوفي دی. نن ورځ هم  د هندوستان صوفیان چې کله  ترکیې ته راځي  نو خامخا  قونیې ولایت ته سفر کوي او د مولانا د مزار زیارت کوي.

دا چې  مولانا جلال الدین محمد بلخي روم  هندوستان  ته د نږدې  د افغانستان د بلخ  په ښار کې زیږیدلی دی  کیدای شي چې دا مسله  په هندوستان کې د هغه د شهرت  د لاملونو نه یو وي.

که چیرې د مولانا ژوند ته وګورو یو سر يي  د بلخ  او بل سر يي بیا د اناتولیا  سیمې ته غځیدلی دی. هغه  د تاریخ په اوږدو کې  د ټولو سیمو  تر منځه د پله  په توګه  دنده  اجرا کړې ده .

دریمه  لاره  بیا  مسلمان  حکمرانان  دي. لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د لسمې پیړۍ نه وروسته ترک تباره  مسلمان حکمرانان  په هندوستان کې  واک ته رسیدلي دي. دې  حکمرانانو  په سیمه کې  په واقعیت سره  د عدالت  د تامین  او هر ډول تبعیض  سره د مبارزې سره  د ټولو پام  ځانته رااړولی وو . دوی  تل  د سیمې د خلکو  رسم او رواجونو ته  درناوی کړی  او د سیمه ایزو خلکو سره  ډیر ښه چلند کړی دی.

د ویلو ده چې  هندوستان  د اسلامي علماو  د روزنې په برخه کې هم  د یو لوی مرکز  په توګه پاتې شوی دی.

د ویلو ده چې  د مکتوباتو  د کتاب  لیکوال  امام رباني د حجت الله البالغه د کتاب لیکوال شاه ولي الله دهلوي  او  د مسلمانانو د وروسته پاتې کیدو سره  نړۍ څه شیان د لاسه ورکړل د کتاب لیکوال ابو حسن الندوي نه  یادونه کولای شو.

د ویلو ده چې  د انګلستان لخوا د هندوستان د اشغال نه وروسته پدې هیواد کې د اسلام د دین  د خپریدو  لړۍ  کنده  شوه. حتا  د چا خبره د هیریدو سره  مخامخ شوه. همداشان  د انګلیسانو  د اشغال  سیاستونو  د هندوستان، پاکستان او بنګلادیش  د خپلواکه دولتونو د رامنځته کولو د بهیر سره مرسته وکړه.

د ویلو ده چې  هندوستان  نن ورځ په نړۍ کې د اندونیزیا نه وروسته  د اسلامي نفوذ خاوند  دویم  لوی هیواد دی. په هندوستان کې  تر ۲۰۰ میلیونو تنو ډیر مسلمانان  ژوند کوي. که چیرې  پاکستان او بنګلادیش  هم  ورسره یو ځای کړو په سیمه کې د مسلمانانو  نفوس  ۶۰۰ میلیونو  تنو ته  رسیږي.

د ویلو ده چې د هندوستان ننی  نفوس یو عشاریه ۳ میلیارده تنه  دی. په هندوستان کې د مسلمانانو حالات  ډيره  ښه نښکاري. د عسام  په سیمه کې پر مسلمانانو  فشارونه  او ظلمونه د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په ډیریدو دي.

د یادولو وړ ده چې د هند قارې  په لاندینو برخو کې  د لسمې پيړۍ نه  تر ۱۸۵۷ کاله پورې  ترک تباره حکمرانانو  حکمراني کړې ده .

په سیمه کې  د ترک تبارانو حکمراني  د غزنویانو لخوا پيل کیږي. همداشان  وروسته  د چغتای ترکانو نه  بابرشاه  او د هغه زوی جهانګیر شاه په سیمه شانداره  حکمراني کوي.

د ویلو ده چې  د ترک تباره  حکمرانانو حکمراني  د بابرشاه د کورنۍ  د وروستي حکمران د بهادر شاه  د پاچاهۍ  په دوران کې په ۱۸۵۷ کال کې د انګلیسانو سره په جګړه کې دماتې په خوړو سره  پایته رسیږي.

د ویلو ده چې  د عثماني امپراتورۍ  پاچاهانو  د بابرشاه د امپراتورۍ د پاچاهانو سره  ډیرې نږدې اړیکې  درلودې. همداشان  د عثماني خاندان  ځینې  شهزادګان چې به د ترکیې نه تبعید کیدل هغوې به  بیا  په هندوستان کې د بابرشاه د کورنۍ د شهزادګیو سره  ودونه کول.

که چیرې  انګلیسانو هندوستان  لا وخته  اشغال کړی وی  او یا امریکا  د مسلمانانو لخوا کشف شوي وی ؟

نن ورځ په هندوستان کې  ۱۸ رسمي ژبې او په ۲۲ ایالتونو کې  تر ۴۰۰ پورې  ژبې او لهجې شتون لري.

هندوستان په نړۍ کې  د ژبو، عقیدو او کولتورونو له پلوه  د نړۍ تر ټولو بډایه  هیواد  دی. د ویلو ده چې په هندوستان کې  د ډیرو اوږدو کلونو او مودې لپاره  ددې بډایه په حفظ او ساتنه کې پرته د شکه چې  مسلمان  حکمرانان  ډیر مهم  رول  لري.

ځکه چې  دې حکمرانانو  د خپلې حکمرانۍ لاندې په سیمو کې تل  ځايی کولتورونو، رسم او رواجونو، عاداتو او رسومو  ته  ډیر زیات ارزښت  ورکړی  او دوی ته  يي  د هیواد او خپلې حکمرانۍ  د بډاینې په سترګه کتلي دي.

لکه څرنګه چې  عثماني امپراتورۍ  د خپل حکمرانۍ  لاندې  په عرب سیمو کې  د عربانو سره څه ډول چلند کړی وو او هغوې  کولتور او رسم او رواجونو ته  تل درناوی کړی  د همدې امله نن ورځ په سیمه کې  ژبې او کولتورونه نن ورځ هم  ژوندي دي.

د ویلو ده چې عثماني امپراتورۍ څو پیړۍ  د نړۍ  په یوې لویې برخې حکمراني کړې ده  خو په هغوې يی خپل ژبه یعنې ترکي ژبه تحمیل کړې نده. خو  انګلستان  چې د ډیرې لنډې مودې لپاره  هندوستان، پاکستان او بنګلادیش په څیر هیوادونه  اشغال کړي وو نن ورځ هم  هلته  انګلیسي ژبه  رسمي ژبه  ده.

دلته  د انسان سره  دا پوښتنه پیدا کیږي  که چیرې  انګلستان  دې سیمې ته  په اتلسمې نه بلکې په ۱۴ مې پیړۍ کې راغلي وې  خدای خبر چې نن ورځ به  پدې هیوادونو کې  د امریکا  په څیر  د تور پوستو او سپین پوستو  ترمنځه به څه ډول توپیر کیدلی. پدې هیوادونو کې به یواځې د سپین پوستو  ژبې ، دین او کولتور ته  اهمیت ورکول کیدی  او د نورو  توکمونو ژبې، عقیدې  او کولتورونه به له منځه تللي وی. او که چیرې  امریکا د غربيانو لخوا بلکې د مسلمانانو لخوا کشف شوي وی ددې هیواد حالات به څه ډول وی؟ ایا په امریکا کې به هم  د استیک، اینکا او مایا په څیر  ژبې  او کولتورونه او عقیدې له منځه تللې وې؟ او که نه  امریکا به نن  د هغوې لخوا اداره کیدې.

د ویلو ده چې  د انګلستان لخوا د هند د لاندې قارې  د اشغال سره  سیمه په درې برخو  وویشله. هند پاکستان او بنګلادیش. دلته  هم  پوښتنه پیدا کیږي  دا  چې   ویش  د انګلستان د امپریالیزم د سیاستونو چې وویشه او حاکمیت پرې وکړه پایله وه او که چیرې  د سیمې خلکو هلې ځلې وې.

د ویلو ده چې که چیرې  دا سیمه  د یو هیواد په توګه پاتې وی  کیدای شو چې نن ورځ  ددوې ترمنځه موجودو دښمنیو او خصومتونو شتون  نه درلودې. ټولو  د ورورنو  په توګه  د یو چت لاندې  ژوند کولی.کیدای شو چې د مسلمانانو د اغیزو له امله په سیمه کې  لا زیات سوله او ثبات حاکم  وی.

د ویلو ده چې  د هند  مسلمانان  د ترکیې سره  ډیرې ځانګړې اړیکي  او تړاو لري. د لومړنۍ نړۍوالې جګړې پر مهال  کله چې  انګلستان  د عثماني امپراتورۍ په خاوره  بریدونه پیل کړل  د هند مسلمانانو ډیر سخت غبرګون وښود. دا ځکه چې هغوې  د انګلستان تر اشغال لاندې ول  او دا يي نه غوښتل چې د هغوې وروستی امید عثماني امپراتوري هم  د انګلیسانو د اشغال لاندې شي.

د ویلو ده چې  د عثماني دولت نه  محمد علي جناح  او ګاندي  د ملاتړ اعلان وکړ. د اسلامي خلافت نه يي پر ملاتړ  ډیرې  زیاتې مظاهرې  او لاریونونه  وکړل.

د هند د مسلمانانو  استازي  د انګلستان د وخت د لومړي وزیر سره  لیدنه کوي. وروسته په خپلو منځونو کې پیسې راټولوي او عثماني دولت ته يي راستوي.

لکه څرنګه چې مو د خپرونې په پیل کې ویلي وو  نړۍوالې کیدو بهیر  پداسې حال کې چې نړۍ په یو کوچني کلي  بدله کړې ده  خو  ځینې ډیر نږدې  برخې  د یو بل نه ډیرې لرې کړي دي. تاریخي ارزښتونه يي د هغوې نه  هیر کړي دي. د همدې امله وایو چې مونږ باید هیڅکله خپل تاریخي ارزښتونه  او اړیکې هیرې نکړو. د ۲۱ مې پیړۍ  د قوي هیواد  هندوستان سره باید اړیکې  لا پسې قوي  او ژورې کړو.

 



اړوند خبرونه