په منځني ختيځ كې د خطر زنګ : سعودي او لبنان

په سعودي عربستان كې پدې وروستيو اونيو كې د فساد سره د مبارزې په ډګر كې مهم ګامونه پورته شوي دي. پدې لړ كې د شاهي كورنۍ د ۱۱ تنو شهزاده ګانو په ګډون تر ۳۰ تنو زيات لوړپوړي چارواكي نيولي دي.

849716
په منځني ختيځ كې د خطر زنګ : سعودي او لبنان

 

په سعودي عربستان كې پدې وروستيو اونيو كې د فساد سره د مبارزې په ډګر كې مهم ګامونه پورته شوي دي. پدې لړ كې د شاهي كورنۍ د ۱۱ تنو شهزاده ګانو په ګډون تر ۳۰ تنو زيات لوړپوړي چارواكي نيولي دي. دا عمليات په داسې حال كې ترسره كيږي چې د لبنان لومړي وزير سعد حريري د يوې ناڅاپي ليدنې په ترڅ كې رياض ته سفر وكړ. حريري په ناڅاپي توګه په سعودي عربستان كې د رسمي سفر پرمهال په لبنان كې د لومړي وزارت له چوكۍ استعفا وكړه.

حريري د خپلې استعفا د لاملونو په اړه وويل چې ايران په لبنان كې د حزب الله د ډلې نه د ملاتړ سره خپل نفوذ زياتوي. ځكه د ځاني خطر له امله استعفا كولو ته اړ شوى دى. دا په داسې حال كې ده چې سعد حريري په لبنان كې د حزب الله په ملاتړ د لومړي وزارت په چوكۍ ناست دى. حزب الله ادعا كړې چې سعد حريري د سعودي عربستان د فشار په پايله كې استعفا ته اړ شوى دى.  پدې ډول داسې څرګنديږي چې لبنان هم د سعودي عربستان او ايران د هېوادونو د ځواك آزموينې په ميدان بدل شوى دى. اوس پوښتنه دلته ده چې په لبنان كې د سعودي – ايران ترمېنځ رقابت به په جګړې بدل شي او كه نه؟  كه چېرې داسې وشي نو په منځني ختيځ كې به نوى ناورين پيل شي. خو كه چېرې حالات همداسې دوام هم وكړي چې د منځني ختيځ په سيمه كې د هر ډول پېښې امكان شته دى.

په لبنان كې سياسي نظام په ۱۹۳۰مو كلونو كې د فرانسې لخوا تاسيس شوى دى. پدې اساس د لبنان د اساسي قانون له مخې د هېواد ولسمشر بايد عيسوي، لومړى وزير بايد سني مسلمان او د ملي شورا ريس بايد شيعه مسلمان وي. دې ډول سياسي جوړښت د لبنان په كورنيو چارو كې د بهرنيو ځواكونو د مداخلې زمينه برابره كړې ده. په همدې اساس د ځينو لوېديځو هېوادونو په ګډون سعودي عربستان او ايران هم ددې هېواد په كورنيو چارو كې مداخله كوي.

په سيمه كې د سوريې د كړكېچ له امله د ټولو پاملرنه دې خوا ته جلب شوې ده. خو پدې وروستيو كې د نړيوالې مېډيا پاملرنه بيا لبنان ته اوښتې ده. ددې پاملرنې اصلي لامل حزب الله دى.  ايران چې د حزب الله په واسطه په لبنان كې پراخه اغېزه لري، په سوريه كې هم غواړي چې د همدې سازمان له لارې اغېزمن واقع شي. اوسمهال د حزب الله زرګونه جنګيالي په سوريه كې د بشار اسد په پلوۍ جګړه كوي. د  بله پلوه اسراييل چې د حزب الله اصلي دښمن بلل كيږي چې په سوريه كې ددې سازمان د مشغوليت نه خوشاله دى. خو دا هم بايد له ياده ونه باسو چې حزب الله كه څه هم په سوريه كې جنګيږي خو له د همدې جنګ له امله لا زيات پياوړى شوى دى.  اسراييل اوسمهال له هغو جنګياليو هم وېره لري چې د ايران لخوا سوريې ته لېږل شوي دي.

ځينې تحليلګران بيا په سعودي عربستان كې روانې چارې ددې هېواد د كورني سياست پورې تړي. دوى په دې اند دي چې سعودي كوښښ كوي چې په هېواد كې دننه د قدرت پر سر پر روانو ناندريو د پردې د اچولو په موخه په بهرني سياست كې حزب الله او ايران بهانه كوي. خو د لبنان په اړه د سعودي عربستان د سياست د ثابتولو په موخه د وليعهد محمد بن سلمان كوچنۍ حمله به سيمه د نوې جګړې سره مخامخ كړي. د سعودي لخوا په قطر، يمن او سوريې كې روان سياستونه به ددې سبب شي چې په منځني ختيځ كې نظامي تدابير لا زيات شي.

تركيه په سعودي عربستان كې د فساد سره د مبارزې تر نامه لاندې بهير ته د سعودي د كورنۍ مسئلې په سترګه ګوري. د بله پلوه تركيې د قطر د كړكېچ پر مهال له دې هېواده ملاتړ كړى و. همدا راز سعودي عربستان د عراق په شمال كې د كردانو لخوا د تش په نامه د خپلواكۍ د ټولپوښتنې له بهيره هم ملاتړ كړى و. دا ددې سبب شو چې د رياض – انقرې ترمېنځ اړيكې ترينګلې شي. په لبنان كې هر ډول احتمالي نښته به په سوريه كې د بشار اسد له ځواكونو ددې ډلې ملاتړ لږ كړي. ددې په پايله كې به بشار اسد كمزورى شي. دا به ددې سبب شي چې په سوريه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي لپاره زمينه برابره شي چې په سوريه كې د خپل نفوذ ساحه پراخه كړي. دا حالت په هېڅ ډول د تركيې لپاره د منلو وړ نه دى. په سوريه كې د حزب الله د نشتوالي په صورت كې به تركيې ته په سيمه كې اړتيا لا زياته شي. پدې ډول به په سيمه كې د تركيې رول نور هم زيات شي.

په سعودي عربستان كې د فساد سره د مبارزې تر نامه لاندې پيل شوى بهير به نه يواځې د سعودي پر كورني سياست بلكې د ټول منځني ختيځ په راتلونكې باندې اغېزه وكړي. دا ډول بدلون به په سيمه كې د نوو احتمالي نښتو لپاره لار پرانيزي.  تركيې ته په كار ده چې پدې حساسو شرايطو كې د سيمې د ثبات په موخه فعاله ډيپلوماسي غوره كړي او ټولې خواوې د احتمالي جګړې زيانونو ته متوجه كړي.

 



اړوند خبرونه