د لودېځ او ختيځ تفكر ترمېنځ توپير

د لودېځ او ختيځ تفكر ترمېنځ توپيرد `اوتوپيا` كلمه مو كله اورېدلي وي او كه نه؟ دا كلمه په سياسي فلسفه كې هغې خيالۍ نړۍ يا هېواد ته ويل كيږي چې د انسان په ذهن كې يې پادشاه په خپله وي او هېواد يا ټوله نړۍ اداره كوي.

846782
د لودېځ او ختيځ تفكر ترمېنځ توپير

د لودېځ او ختيځ تفكر ترمېنځ توپيرد `اوتوپيا` كلمه مو كله اورېدلي وي او كه نه؟ دا كلمه په سياسي فلسفه كې هغې خيالۍ نړۍ يا هېواد ته ويل كيږي چې د انسان په ذهن كې يې پادشاه په خپله وي او هېواد يا ټوله نړۍ اداره كوي.

دا كلمه كې د لومړي ځل لپاره كله چې په منځني ښوونځي كې وم، له يو كتابه زده كړه. بيا مې وروسته پدې اړه د لوېديځو فيلسوفانو آثار هم ولوستل ددې فيلسوفانو خيالي نړۍ او دولت په ريښتيا د پاملرنې وړ دى. د بېلګې په ډول د اپلاتون د دولت په نامه اثر، د ټوماس مور د اوتوپيا په نامه اثر او يا هم د كمپانېلا د ` لمر د هېواد` په نامه اثار  ددې فلسفي فكر زېږنده دي. 

پدې ډول په لويديځ كې د اوتوپيك فكر خاوندان تر ډېره حده د خپلې خيالۍ نړۍ د هېواد يا سيمې لپاره د خارجي دښمن پر شتوالي باندې ټينګار كوي. دا فكر په لوېديځ كې د دولتونو د فلسفې په اړه هم صدق كوي. لوېديځ دولتونه د خپل اقتدار د ساتنې په موخه هېمشه خارجي دښمن ته اړتيا لري. خارجي دښمن هغه څوك دى چې ګويا د دوى د اقتدار پر وړاندې خطر رامنځته كوي.

د همدې امله د فاشيزم، نازيزم او كمونيزم په څېر افكار چې د نورو پر دښمنۍ ولاړ دي، د ختيځ پر ځاى په لوېديځ كې پيدا كړي دي. 

د بله پلوه د ختيځ يا اسلام په سياسي فلسفه كې اتوپيا يا خيالۍ نړۍ د خارجي دښمن پر ځاى داخلي دوست باندې تكيه كوي. د ختيځ په فلسفه كې انسان د نفس پر محاسبې باندې ټينګار كوي. مسلمان فيلسوف همېشه خطا په خپل ځاى كې لټوي. خو لوېديځ فلسفي فكر بيا خطا په بل كې يعنې په خارجي دښمن كړې لټوي. دا خارجي دښمن په نړۍ كې د جګړو او ناخوالو سبب كيږي. په لنډه توګه د لوېديځ په اوتوپيا كې كې اقتدار او حاكميت حاكم دى.

په اسلامي فلسفه كې دا وحشي فكر نشته دى.  د فارابي، ابن باجه، ابن رشد او حتى ابن سينا په افكارو  د فرد پر تربيې او تزكيې باندې ځانګړى ټينګار شوى دى.

د ختيځ او لوېديځ د افكارو ترمېنځ دا توپير موږ ته راښايي چې په اوسنۍ نړۍ كې لوېديځ لا اوس هم د خپل اقتدار او حاكميت د ټينګښت په موخه خارجي دښمن ته اړتيا لري. لويديځ د خپل اقتدار د لاسه وركولو له وېرې په ټوله نړۍ كې د نورو انسانانو وينې تويوي. د اروپا په ختيځ او بالكان په سيمه كې د تېرو دوو كلونو په موده كې د مهماتو ډيپوګان جوړ شوى دى.

د امريكا متحده ايالتونه د نړۍ هرې برخې ته جنګي بېړۍ، الوتكۍ، سرتيري او حتى نظامي وسايل ليږي. اوسمهال له جاپانه نيولې د شمالي اروپا پورې ټوله نړۍ د باروتو د كندو په څېر ده او د يوې كوچنۍ اورلګېدنې په پايله كې به لويه چاودنه وكړي. لوېديځ هېر كړي دي چې ۶۰ كاله وړاندې د يوې خونړۍ جګړې نه را وتلي دي. اوس يو ځل بيا د نوې جګړې د رامنځته كولو لپاره تيارى نيول كيږي.

په منځني ختيځ كې د بالفور د اعلاميې نه وروسته سيمه د وينو په ډنډه بدله شوې ده. د تېرو ۱۰۰ كلونو راهيسې په لسګونو زره كسانو خپل ژوند له لاسه وركړى دى خو د فلسطين كړكېچ اوس هم همداسې دوام لري.

د خليج د هېوادونو په كوچنۍ جغرافيه كې روان سياسي كړكېچ هم د همدې مفكورې زېږنده دى. د اسلامي مفكورې پر اساس بيا ټول بشريت د حضرت آدم او حضرت حوا ع له نسله پيدا شوي دي. پدې ډول ټول سره ورونه بلل كيږي.  د همدې فكر سره لوېديځ بايد قانع كړو چې زموږ ورونه دي.



اړوند خبرونه