په افريقا كې د سعودي - ايران رقابت

منځني ختيځ او شمالي افريقا سيمې د تېرو ۵۰ كلونو راهيسې  د نړۍ په سياسي اجندا كې د بل هر وخت په پرتله ډېر اهميت موندلى دى.

830583
په افريقا كې د سعودي - ايران رقابت

 

د منځني ختيځ او شمالي افريقا سيمې د تېرو ۵۰ كلونو راهيسې  د نړۍ په سياسي اجندا كې د بل هر وخت په پرتله ډېر اهميت موندلى دى. پدې سيمه او ګاونډيو هېوادونو كې سياسي پېښې د منځني ختيځ د سياست او پدې سياست كې د ښكېلو سيمه ايزو او نړيوالو هېوادونو د پاملرنې په مركز بدلې شوې دي. د فلسطين مسئله، د لبنان كورنۍ جګړه، په افغانستان كې روان كړكېچ، د ايران – عراق ترمېنځ جګړه او بيا وروسته د امريكا لخوا پر عراق باندې نظامي يرغل، د عربي پسرلي د بهير په ترڅ كې د سوريې او يمن كړكېچونه په يو نه يو ډول له يو بل سره اړيكې لري. په شمالي افريقا كې د ايريتره او سوماليا ستونزې، د سوډان تجزيه او حتى د په جنوب ختيځې آسيا كې د فليپين ستونزې ددې نړيوال سياست يوه برخه ده.

پدې لړ كې د سعودي عربستان او ايران ترمېنځ رقابت د منځني ختيځ د هېوادونو سربېره په افريقا كې هم روان دى. د بېلګې په ډول د نايجيريا په هېواد كې د دواړو سيمه ايزو ځواكونو  رقابت ټولو ته څرګند دى. ددې رقابت يو اساسي لامل د نايجيريا په ګډون د افريقا په يو شمېر مسلمان مېشتو هېوادونو كې د شيعه مذهب د نفوسو لوړېدل دي. نايجيريا له يوې خوا د امريكا د متحدو ايالتونو لپاره د نفتو د زېرمو له پلوه او په هېواد كې د مسلمانانو د نفوسو له پلوه په افريقا كې ځانګړى اهميت لري.

په نايجيريا كې د شيعه مذهب د لارويانو نفوذ مخ په زياتېدلو دى. سربېره پر دې د نايجيريا، سينيګال او كېنيا په هېوادونو كې مسلمانان تر ډېره حده د صوفي اسلامي عنعنې لارويان دي.

د ۱۹۸۰يمو كلونو راهيسې په ايران كې د اسلامي انقلاب د بري سره سم د افريقا په يو زيات شمېر هېوادونو كې د شيعه مذهب د لارويانو لږه كيو سره د ايران د مذهبي رژيم لخوا مرسته شوې ده او د فكري پلوه دا مذهب پراختيا مومي. ايران هم د نايجيريا په ګډون په نورو افريقايي هېوادونو كې د خپل فكري استعمار چارو ته ځانګړې پاملرنه كړې ده.

ايران هڅه كوي چې په افريقا كې د سعودي عربستان او مصر د هېوادونو د فكري غورځنګونو سره د شيعه لږه كيو نه په ملاتړ سره مبارزه وكړي.  پدې لړ كې تر ټولو مهم ګام په ۲۰۱۰م كال كې د ايران – افريقا په سرمشريزه كې چې په تهران كې دايره شوې وه، پورته شو. ددې ټولو سره سره د مسلمان مېشتو افريقايي هېوادونو پر ادارې باندې لومړى د امريكا متحده ايالتونه او بيا وروسته سعودي عربستان حاكم دى. دا چارې په سيمه كې د ايران د چټك پرمختګ مخنيوى كوي. سعودي عربستان هم پدې برخه كې د تهران خطر ته متوجه دى.  څو مياشتې وړاندې ددې هېواد د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير له افريقايي هېوادونو نه د ليدنې پرمهال د خپل فعاليت لمن پراخه كړې ده.

افريقا د سعودي عربستان لپاره ځكه مهمه ده چې د سرې بحيرې د نړيوالې سوداګرۍ د لارې امنيت تامين كړي. اوسمهال داسې ښكاري چې د سعودي – ايران رقابت د منځني ختيځ د سيمې سربېره د افريقا په لويه وچه كې هم تر سترګو كيږي. د ايران لپاره د نايجيريا اهميت يو بل مهم دليل هم لري. نايجيريا پدې وروستيو كې د ايران د سرسخت دښمن اسراييلو سره هم نږدې سياسي او سوداګريزې اړيكې لري.

داسې ښكاري چې سعودي عربستان او ايران د منځني ختيځ سربېره په افريقا او په ځانګړي توګه شمالي افريقا كې هم رقابت كوي. كه چېرې تركيه غواړي چې په افريقا كې فعاليت وكړي نو په سيمه كې دې د سعودي – ايران رقابت ته پاملرنه وكړي او ددې حقيقت په نظر كې نيولو سره ګام پورته كړي.



اړوند خبرونه