د ترکیې له نظره منځی ختیځ

پدې خپرونه کې  په لیبیا کې روانو پرمختګونو لنډه کتنه کوو.

629365
د ترکیې له نظره منځی ختیځ

 

لکه څرنګه چې پوهیږئ  په تیرو خپرونو کې مو د لیبیا د سیاسي  تړون نه بحث کړی وو.

په لیبیا کې  د مذاکراتو نه وروسته  یو سیاسي تړون  رامنځته شو. د نوموړي تړون له مخې د لیبیا د ملي روغې جوړې حکومت  د ۲۰۱۶ کال د اپریل د میاشتې نه په اعتبار سره  په پلازمینه ترابلس کې  په کار پیل کړی دی . سره ددې چې  د لیبیا د ملي روغې جوړې  حکومت  د سیرت ښار په کامله توګه د داعش ترهګرې ډلې نه وژغوره  او ټول هیواد  ددې ترهګرې ډلې د شر نه د ژغورولو په خاطر  عملیاتو ته دوام ورکوي  خو اوس هم  په مخکې جدي  خنډونه لري . دې حکومت اوس هم په ټول هیواد کې خپل حاکمیت  ټینګ کړی ندی. د لیبیا  د ملي روغې جوړې  د حکومت  پر وړانډې  تر ټولو ستر خنډ  د طبرق  ولسي مجلس  دی. سره ددې چې ددې مجلس  د دندې موده  سرته رسیدلې خو اوس هم  خپل شتوالي ته دوام  ورکوي. د طبرق  ولسي مجلس  هم  ځانګړي ځواکونه لري  چې مشرۍ  جنرال خلیفه حفتر په غاړه لري.   

د خلیفه حفتر په مشرۍ  ځواکونه  د لیبیا د ملي روغې جوړې د حکومت پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ  دی. خلیفه حفتر د هرې ورځې په تیریدو سره  د هیواد په ختیځو سیمو کې  لا پسې پیاوړی کیږي  او د خپل کنټرول لاندې سیمه  پراخوي. هغه پدې وروستیو کې د یو منظم  نظامي  ځواک  په جوړولو هم  لاس پورې کړی دی .

د ویلو ده چې په لیبیا کې د ملي حکومت پر وړانډې بل  ستر خنډ  بهرني  فکتورونه او طاقتونه لري. بهرني طاقتونه هر یو پدې هیواد کې د خپلې خوښې  ډلو سره  اړیکې لري  او دا ډلې بیا  د همدې  طاقتونو د ګټو په رڼا کې  حرکت کوي چې دا مسله  پخپله  د هر ډول روغې جوړې  او ملي حکومت  پر وړانډې  خنډونه جوړوي.

نن ورځ  امریکا متحده ایالتونه، انګلستان، فرانسه، ایټالیا، مصر ، متحده عربي امارات، سعودي عربستان او حتا ترکیه په لیبیا کې د نفوذ په لټه کې دي  او سیاستونه يي د یو بل سره په کامله توګه په ټکر کې دي.

سره ددې چې دا ټول هیوادونه  د لیبیا د ملي حکومت نه ملاتړ کوي  خو ددې ترڅنګ  هر یو د خپلې خوښې سیاسي ډلې سره مرسته کوي او د هغوې نه ملاتړ کوي. دې مسلې بیا  ډیرې جدې ستونزې رامنځته کړي دي.

د بله پلوه  سره ددې چې  جنرال حفتر د هرې ورځې په تیریدو سره  د هیواد په ختیځو سیمو کې خپل حاکمیت  ټینګوي  خو بیا هم  د هیواد د روانو حالاتو نه  راضي  ندی.

جنرال حفتر چې  په ښکاره توګه د مصر او عربي اماراتو او په پټه  د فرانسې او سعودي عربستان ملاتړ ترشا لري  نشي کولی چې  په یواځې ځان  واکمنۍ ته  ورسیږي.

د همدې امله  جنرال حفتر  روسیې ته مخه کړې ده . جنرال حفتر غواړي چې  روسیه  لکه څرنګه چې  په سوریه کې د اسد رژیم نه ملاتړ  سره  په سوریه کې د روانو لوبې  سیر ته تغیر ورکړی  دی  په لیبیا کې هم  د روانې لوبې سیر ته  تغیر ورکړي. هغه پوره باور لري که چیرې  روسیه  په لیبیا کې فعاله رول په غاړه واخلي  خپل هدف ته به ورسیږي.

جنرال حفتر  د روسیې  د ملاتړ د ترلاسه کولو په خاطر  په یو کال کې د دویم  ځل لپاره مسکو ته سفر وکړ.

د بله پلوه ویل کیږي  چې  مسکو ته  د جنرال حفتر د دویم  سفر لامل  د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دونالد ترامپ  بری وو. دونالد ترامپ  د بري نه وروسته  په ځانګړې توګه  د منځني ختیځ په اړه په څرګندونو کې  ډیر اسلام پاله ډلې  د ترهګرو په لست کې شامل کړي دي. ترامپ  یواځې  د روسیې د ولسمشر پوتین  او مصر ولسمشر سیسي په اړه  مثبت  نظر ښودلی دی. جنرال حفتر ګمان کوي چې  د ترامپ  د ولسمشرۍ په دوره کې به  په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې د مصر، روسیې او امریکا ترمنځه جدي  همکاري رامنځته شي.

هغه غواړي چې  د طبرق  حکومت  دې اتفاق  ته  مخې ته کړي  او ددې اتفاق  ملاتړ  ترلاسه کړي.

جنرال حفتر  روسیې ته د سفر په ترڅ کې د نوموړي هیواد نه  د وسلو، مهماتو  او ددوی د عسکرو د روزلو غوښتنه وکړه.

پدې کې شک نشته که چیرې  مسکو  د لیبیا په مسله کې مداخله وکړي  خامخا   په نوموړي هیواد کې موجود موازنه  تغیر خوري  او روانه لوبه  ورانیږي.

ښه  دلته  پوښتنه داده چې ایا  مسکو غواړي چې د لیبیا په مسله کې ځان دخیل کړي؟

که چیرې  مسلې ته  دقت وکړو  روسیې  هیڅوخت  د لیبیا په مسله کې  د دخالت  هڅه نده کړې. روسیې په کومه اندازه چې  د سوریې په مسله کې ځان دخیل کړی دی او تل يي د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې د نوموړي هیواد په اړه پریکړې ویتو کړي  دي  د لیبیا په اړه يي ورته  دریځ  ندی ښودلی.

روسیې  تر ننه پورې  د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې  د لیبیا په اړه هیڅ یوه  پریکړه  ویتو کړې نده. سربیره پر دې  په لیبیا کې د تیرو دوو کلونو راهیسې روانو مذاکراتو  او روغې جوړې نه د ملاتړ اعلان کړی دی.

روسیې  حتا  د لیبیا د ملي روغې جوړې حکومت په رسیمت وپيژنده. خو ددې ټولو سره سره  ټول پدې ښه پوهیږي  چې روسیه  د جنرال حفتر نه  هم  ملاتړ کوي.

روسیه  د لیبیا په مسله کې  د مصر ، فرانسې  او متحده عربي اماراتو سره  همنظره  دی.

سره ددې چې جنرال حفتر د روسېې د بهرنیو چارو د وزیر سره په لیدنه کې  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  او ترهګرو مسله مخکې کړه  خو روسیې په رسمي ډول جنرال حفتر ته د مرستې ورکولو په اړه څه ندي ویلي. حتا  د روسیې  رسمي خبري اژانس  د حفتر او لاوروف  د لیدنې په اړه خپور کړي خبر ته داسې پر داز ورکړ چې ګواکې  روسیې د جنرال حفتر سره  مرسته  رد کړې ده .

لاوروف پدې لیدنه کې ویلي وو چې هیواد يي د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړې په اساس  په لیبیا کې د ملي یووالي حکومت نه ملاتړ کوي.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترامپ  د ولسمشرۍ د ټاکنو د کمپاینونو په ترڅ کې تل  د لیبیا په اړه د اوباما  او هیلري کلنټن په سیاستونو نیوکه کوله. هغه په خپلو کمپاینونو کې  تل په ټینګار ویلو  چې د بري په صورت کې به په منځني ختیځ کې  د روسیې سره  د جګړې پر ځای  همکاري غوره کړي. د همدې امله  د پوتین  پلویان د ترامپ  بري ته  ډیر هیله مند دي.

جنرال حفتر ګمان کوي چې ترامپ به په ځانګړې توګه د لیبیا په مسله کې  د سیسي  سره په تفاهم کې  د روسیې سره  همکاري وکړي. په لیبیا کې به د روسیې د فعاله رول  سره  مخالفت ونکړي. په لیبیا کې  د روسیې  فعاله رول  د جنرال حفتر په مرسته  شوني  دی.

که چیرې د لیبیا په اړه د روسیې رسمي څرګندونو ته  وکتل شي  نړۍ ته  داسې ښکاره کوي چې د لیبیا د ملي روغې جوړې د حکومت  نه ملاتړ کوي. خو د سوریې او اوکراین  په برخه کې  د روسیې  رول ته په کتو سره  روسیه  د نړۍوالې ټولنې سره په ټکر کې  د عمل کولو نه  هیڅوخت تردد نکوي. پدې برخه کې کومه ویره هم نلري. په سوریه او اوکراین کې د روسېې دریځ او چلند ددې خبرې ښکاره ثبوت  دی.

روسیه  که  لازم  وګوري  د نړۍوالې ټولنې نه جلا په یواځې نه  د خپلې خوښې  حل لاره  رامنځته کوي.

که چیرې  نن ورځ  په شمالي افریقا کې د لویديځو طاقتونو ترمنځه اختلافاتو او ضعفونو ته کتنه وکړو  په لیبیا کې د روسیې د فعاله رول لوبولو په خاطر  ډیر ښه فرصت  شتون لري. خو داسې ښکاري چې  روسیه نه غواړي چې  هر پلو ته لاس واچوي. خو داچې  روسیه به لیبیا په اړه  څه ډول  سیاست غوره کړي دا به  وخت وښايي. 

 


پيوندونه: #روسیه , #لیبیا

اړوند خبرونه