په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
د ۶۴۴ میلادي کال د نوامبر په څلورمه نیټه د اسلام مبارک دین دویم خلیفه حضرت عمر رض چې د نوامبر په لومړۍ نیټه د سهار لمانځه پر مهال د ابو لولو لخوا د خنجر په برید کې سخت ټپي شوی وو درې ورځې وروسته خپل روح حق ته وسپاره.
د ۱۸۷۵ میلادي کال د نوامبر په څلورمه نیټه د ښځو لپاره د لومړي ځل لپاره د اینې په نامه مجلې په سیلانیک کې په نشراتو پيل وکړ.
د ۱۹۰۹ میلادي کال د نوامبر په څلورمه نیټه د استانبول – بغداد د اوسپنیزې پټلۍ په چوکاټ کې جوړ شوی د استانبول د حیدرپاشا د اورګاډو تم ځای د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیست. د ددې ودانۍ پلان چې د الماني انجینیرانو لخوا جوړ شوی د اسیا د دروازې په توګه یادیده.
د ۱۹۲۲ میلادي کال د نوامبر په څلورمه نیټه انګلیس لرغونپوه هاوارد کارټر او د فرغون توتان کامون قبر کشف کړ. د میلادي نه مخکې په ۱۳۲۳ کال کې د مړ شوي ځوان فرغون قبر د تالان کیدو نه مخکې کشف یو ډیر ستر پرمختګ وو. د فرغون د قبر نه ترلاسه شوي تاریخي اثار د قاهرې په موزیم کې نندارې ته ایښودل شوي دي.
د ۱۹۴۰ میلادي کال د نوامبر په څلورمه نیټه انګلستان ګیریت اشغال کړ.
د ۱۹۴۶ میلادي کال د نوامبر په څلورمه نیټه د ملګروملتونو د پوهنې، علم او کولتور سازمان یونسکو تاسیس شو.
د ۱۹۴۷ میلادي کال د نوامبر په څلورمه نیټه په بلغاریا کې جمهوریت اعلان شو.
د ۱۹۵۱ میلادي کال د نوامبر په څلورمه نیټه په ترکیه کې د ابتدایه ښوونځيو په مفرداتو کې علوم دیني مضمون اضافه کړې شو.
د ۱۹۵۶ میلادي کال د نوامبر په څلورمه نیټه د شوروي اتحاد ځواکونه هنګري ته داخل شول.
د ۱۹۷۹ میلادي کال د نوامبر په څلورمه نیټه په ایران کې د دیني رهبر خمیني پلویانو په تهران کې د امریکا سفارت اشغال کړ او د سفارت کارکوونکي يي یرغمل ونیول. دې پیښې د امریکا او ایران ترمنځه د یرغمل ۴۴۴ ورځنی بحران پیل کړ. امریکا بالاخره د خپلو ۵۲ تنو کارکوونکو د ژغورولو په خاطر عملیات ترسره کړل چې د ۸ تنو امریکايي سرتیرو او یو تن ملکي وګړي د وژلو سره ناکام شول.
د ۲۰۰۸ میلادي کال د نوامبر په څلورمه نیټه د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو تورپوستی امریکايي باراک حسین اوباما د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو.