په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي

په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي

1519080
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي  دي

د ۱۵۱۷ میلادي کال د اکتوبر په ۳۱ مه نیټه مارتین لودر په ویتنبرګ کې خپل ۹۵ تیزونه د کلیسا په دروازه کې د ځوړولو سره د واتیکان پر خلاف غږ اوچت کړ او خپل دین يي بدل کړل. هغه وویل چې پروتیستان دین ته اوښتی دی.

 

د ۱۸۳۱ میلادي کال د اکتوبر په ۳۱ مه نیټه د عثماني امپراتورۍ د پولو په منځ کې د لومړي ځل لپاره د تقویم وقایا په نامه ورځپاڼې په نشراتو پيل وکړ. دا چې پدې ورځپاڼه کې به تر ټول زیات رسمي فرمانونه او اعلامیې خپریدې د همدې امله دا ورځپاڼې د عثماني امپراتورۍ د رسمي جریدې په توګه یادیده.

 

د ۱۸۷۶ میلادي کال د اکتوبر په ۳۱ مه نیټه  په هندوستان کې د زورور توپان په نتیجه کې څه باندې ۲۰۰۰۰۰ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړ.

 

د ۱۹۵۴ میلادي کال د اکتوبر په ۳۱ مه نیټه د الجزایر ملي جبهې د فرانسې د حکومت پر خلاف د عصیان په کولو سره د خپلواکۍ جګړه پيل کړه.

 

د ۱۹۵۶ میلادي کال د اکتوبر په ۳۱ مه نیټه د سویش کانال بحران پيل شو. د مصر ولسمشر جمال ناصر چې د سویش کانال وتړه انګلستان او فرانسې د سویش کانال د بیرته د پرانیستو په خاطر په مصر هوايي بریدونه پيل کړل.

 

د ۱۹۸۴ میلادي کال د اکتوبر په ۳۱ مه نیټه  د هندوستان لومړۍ وزیره اندرا ګاندي د خپل دوو تنو سک ساتوونکو لخوا ووژل شوه. وروسته هندوانو په سکانو بریدونه پیل کړل او پدې پیښه کې څه باندې ۲۰۰۰ تنه بې ګناه وګړو ژوند د لاسه ورکړ.

 

د ۱۹۹۴ میلادي کال د اکتوبر په ۳۱ مه نیټه د امریکا متحده ایالتونو یوه مساپر وړونکې الوتکه په انډیانا ایالت کې ولویده چې په نتیجه کې ۶۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

 

د ۱۹۹۹ میلادي کال د اکتوبر په ۳۱ مه نیټه د مصر د هوايي کرښو اړوند یوه مساپر وړونکې الوتکه چې د نیویارک نه د مصر د پلازمینې قاهرې پر لورې روانه وه د ماسچوستس په سواحلو کې ولویده چې په نتیجه کې ۲۱۷ تنو مساپرو ژوند د لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه