په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي

په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي

1517037
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي  دي

د ۱۶۳۶ میلادي کال د اکتوبر په ۲۸ مه نیټه په امریکا کې لومړنی پوهنتون هارورد تاسیس شو.

 

د ۱۹۱۸  میلادي کال د اکتوبر په ۲۸ مه نیټه چک سلواکیا د اتریش هنګري د امپراتورۍ نه د استقلال په ترلاسه کولو سره خپلواکي اعلان کړه.

 

د ۱۹۳۸ میلادي کال د اکتوبر په ۲۸ مه نیټه  د انقرې راډیو په فعالیت پیل وکړ.

 

د ۱۹۴۰ میلادي کال د اکتوبر په ۲۸ مه نیټه په دویمه نړۍواله جګړه کې ایټالیا یونان اشغال کړ.

 

د ۱۹۴۱ میلادي کال د اکتوبر په ۲۸ مه نیټه په لیتوانیا کې د المان ځانګړو نازي ځواکونو څه باندې ۹۰۰۰ یهودیان د کاوناس په ښار کې په یو میدان کې په ډزو وویشتل.

 

د ۱۹۶۲ میلادي کال د اکتوبر په ۲۸ مه نیټه د شوروي اتحاد مشر نیکیتا کروشچیف په کیوبا کې د توغندیو د هډو د راټولو نه خبر ورکړ. پدې ډول د کیوبا د توغندیو بحران چې نړۍ يي د اټومي جګړې  د ګواښ سره مخامخ کړې وه پایته ورسید.

 

د ۲۰۰۹ میلادي کال د اکتوبر په ۲۸ مه نیټه د پاکستان د پیښور په ښار کې په یو بازار کې موټر بم چاودنه وشوه چې په نتیجه کې ۱۰۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ او څه باندې ۲۰۰ تنه نور ټپیان شول.

 

 



اړوند خبرونه