په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
د ۱۸۶۷ میلادي کال د اکتوبر په ۱۸ مه نیټه امریکا د الاسکا سیمه د ۷ عشاریه ۲ میلیونو ډالرو په بدل کې د روسیې واخیسته او پخپله خاوره کې ګډه کړه.
د ۱۹۱۲ میلادي کال د اکتوبر په ۱۸ مه نیټه د بالکان لومړۍ جګړه پيل شوه.
د ۱۹۳۱ میلادي کال د اکتوبر په ۱۸ مه نیټه امریکايي سایسپوه او مخترع توماس ایدیسن د ۸۴ کلونو په عمر په نیوجرسي ایالت کې ومړ. هغه د سلګونو اختراع ګانو نه وروسته تر ټولو مهمه اختراح ګروپ اختراع کړی وو.
د ۱۹۶۷ میلادي کال میلادي کال د اکتوبر په ۱۸ مه نیټه د شوروي اتحاد لخوا توغول شوې فضايي بیړۍ وینیرا ۴ زهرې ستوري ته ورسید. دا روسي فضايي بیړۍ لومړنۍ فضايي بیړۍ وه چې د دنیا د سیارې نه بهر اتموسفر په اړه تحقیقات کول او نشرات يي کول.
د ۱۹۹۱ میلادي کال د اکتوبر په ۱۸ مه نیټه اذربایجان د شوروي اتحاد نه په جلا کیدو سره خپله خپلواکۍ اعلان کړه. د ویلو ده چې اذربایجان د لومړي ځل لپاره د ۱۹۱۸ میلادي کال د مې په ۲۸ مه نيټه خپلواکي ترلاسه کړې وه. د اذربایجان خلک بیا د اکتوبر د ۱۸ مې نیټې په هیواد کې د جمهوریت د ورځ په توګه لمانځنې کوي،
د ۲۰۰۳ میلادي کال د اکتوبر په ۱۸ مه نیټه د بوسنیا هرزګوینا پخواني ولسمشر علي یا عزت بیګوویچ وفات شو.