په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي

په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي

1510636
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي  دي

د ۱۴۴۸ میلادي کال د اکتوبر په ۱۷ مه نیټه عثماني پوځ د کوسووا په دویمه جګړه کې صلیبي پوځ ته چې ډیری د مجارانو نه جوړ وو ستره ماتې ورکړه. د عثماني پوځ دې ستر بري په بالکان کې ددوې حاکمیت لا پسې ټینګ او قوي کړ.

 

د ۱۷۷۷ میلادي کال د اکتوبر په ۱۷ مه نیټه امریکايي ځواکونو د ساراتوګا په جګړه کې انګلیسانو ته ماتې ورکړه. د امریکايي ځواکونو ددې بري نه وروسته فرانسه، اسپانیا او هالنډ د انګلستان پر خلاف د امریکا ترڅنګ ودریدل.

 

د ۱۹۱۲ میلادي کال د اکتوبر په ۱۷ مه نیټه بلغاریا، یونان او سربستان په ګډه  د عثماني دولت پر خلاف جګړه پيل کړه.

 

د ۱۹۱۸ میلادي کال د اکتوبر په ۱۷ مه نیټه د یوګوسلاویا جمهوریت تاسیس شو.

 

د ۱۹۲۹ میلادي کال د اکتوبر په ۱۷ مه نیټه نادر خان د افغانستان پاچا شو.

 

د ۱۹۳۳ میلادي کال د اکتوبر په ۱۷ مه نیټه البرت انیشټین د نازي المان نه امریکا ته راکډه شو.

 

د ۱۹۴۵ میلادي کال د اکتوبر په ۱۷ مه نیټه د انقرې طب فاکولته تاسیس شوه.

 

د ۱۹۶۱ میلادي کال د اکتوبر په ۱۷ مه نیټه د فرانسې په پلازمینه پاریس کې په الجزایري مظاهره کوونکو چې د خپل هیواد د خپلواکۍ په خاطر يي مظاهره جوړه کړې وه د فرانسوي پولیسو لخوا برید وشو. د پاریس د قتل عام په توګه په تاریخ کې ثبت شوې پدې پيښه کې تر ۴۰۰ تنو ډیر الجزایري وګړي ووژل شو. د ځینو مظاهره کوونکو مړي سیند ته وغورځول شول.

 

د  ۱۹۷۳ میلادي کال د اکتوبر په ۱۷ مه نیټه په نړۍ کې د تیلو بحران پيل شو. د اوپیک سازمان غړیو هیوادونو په یو زیات شمیر هیوادونو چې د سوریې او اسرائیل په جګړه کې د اسرائیل سره مرسته کړې وه تحریمونه ولګول . لسو عرب هیوادونو د تیلو بیه ۷۰ سلنه لوړه کړه او د تیلو تولیداتو کچه يي پنځه سلنه راټیټه کړه.



اړوند خبرونه