په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
د ۱۲۲۷ میلادي کال د اګست په ۱۸ مه نیټه په تاریخ کې تر ټولو د سترو دولتونو نه د موغلانو د امپراتورۍ بڼسټګر چنګیز خان ومړ. چنګیز خان په ۱۲۲۷ میلادي کال کې د پوځي سفر پر مهال ناروغه شوی وو چې وروسته يي د اګست په ۱۸ مه نیټه ژوند د لاسه ورکړ . د چنګیز خان قبر تر اوسه پورې موندل شوی ندی.
...............................................................................................
د ۱۸۵۰ م میلادي کال د اګست په ۱۸ مه نیټه په وادي کې زمبق او ګوریوت بابا په څیر د مهمو کلاسیکو اثارو لیکوال هونر دي بالزاک د ۵۱ کلونو په عمر په پاریس کې ژوند د لاسه ورکړ.
...............................................................................................
د ۱۹۱۹ میلادي کال د اګست په ۱۸ مه نیټه افغانستان د انګلستان نه خپله خپلواکۍ ترلاسه کړه. د افغانستان ځوان او ټکړه پاچا امیر شاه امان الله خان د ۱۹۱۹ میلادي کال د اګست په ۱۸ مه نيټه د پلازمینې کابل د عیدګاه جومات په انګړ کې خپلواکي په رسمي توګه اعلان کړه. هغه وویل چې افغانستان ددېنه وروسته یو مستقل او خپلواکه هیواد دی.
................................................................................................
د ۱۹۹۸ میلادي کال د اګست په ۱۸ مه نیټه په روسیه کې اقتصادي بحران نړۍ ولړزوله. روسیې د ټولو بهرنیو پورونو ورکول ودرول.
................................................................................................
د ۱۹۹۸ میلادي کال د اګست په ۱۸ مه نیټه د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر بیل کلنټن د سپینې ماڼۍ د ستاژرې مونیکا لویسنسکي سره د غیرې مشروع اړیکو په درلودو اعتراف وکړ.